لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د بین الافغاني مذاکراتو لپاره ټول خنډونه لرې شوي، د سولې عالي شورا


د افغانستان د سولې عالي شورا ويلي، د بین الافغاني مذاکراتو لپاره ټول خنډونه لرې کړی شوي دي، او راپورونه وايي په پاتې 320 طالب بنديوانو کې يې نور هم خوشي کړی شوي دي.

د بېن الافغاني مذاکراتو په اړه د خنډونو لرې کولو خبره د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ملي مصالحې عالي شورا ویاند فریدون خوځون نن د شورو/ چهارشنبې په ورځ په ټويټر کړې ده.

هغه ويلي، د بندیانو د تبادلې بهیر به زر پای ته ورسېږي او بېن الافغاني مذاکرات به پیل شي او مذاکره کوونکی پلاوي، دوحې ته د سفر بشپړ چمتووالی نیولی دی.

فريدون دغه خبره په داسې حال کې کړې چې د امریکا د قامي سلامتیا (ملي امنیت) سلاکار رابرټ اوبراین له افغان ولسمشر اشرف غني سره د بین الافغاني مذاکراتو په "بې ځنډه پیلېدو" خبرې کړي دي.

د ولسمشر غني ویاند صدیق صدیقي ویلي چې په دغو خبرو کې، افغان ولسمشر او د امریکا د قامي سلامتیا سلاکار دواړو په افغانستان کې د یوې ډزبندۍ په نافذېدو او د یوې تل پاتې سولې په راتلو ټینګار کړی دی.

د وي او ای اشنا ترمخه د کندهار چارواکو ويلي، د طالبانو د پاتې 320 زندانیانو څخه يې اته خوشي کړي دي.

دا 320 هغه طالب بنديوان دي چې د 400 بنديوانو د ډلې څخه پاتې شوي دي.

په کابل کې د سولې د مشورتي لويې جرګې وروسته ولسمشر اشرف غني د دوی د خوشي کولو امر لاسليک کړی د کومو په اړه چې نوموړي وړاندې ویلي ؤ دوی په سختو جرمونو کې ککړ دي او هغه يې د خوشي کولو صلاحيت نه لري.

له دغې وروسته فرانس او اسټريليا د يو شمېر طالب بنديوانو د خوشي کولو مخالفت کړی ؤ.

افغان حکومت ویلي د 400 طالبانو څخه يې 80 تنه خوشي کړي خو په مطبوعاتو داسې خبرونه مخې ته راغلي چې د مخالفت وروسته دغه عمل بيا ځنډېدلی ؤ.

د فرورۍ په میاشت کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د افغانستان د سولې دپاره په شوې توافقنامه کې ويل شوي ؤ چې افغان حکومت به 5000 طالب بنديوان او طالبان به 1000 تنه د افغانستان امنيتي دفاعي بنديوان سرتيري پرېږدي.

ځانګړې ویډیوګانې

اسرائیل د غزې په شمال کې پوځي عملیات سېوا کړي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:42 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG