د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په امریکا کې د چين په سفارتکارانو نوي بندېزونه لګولي دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزير مايک پمپيو د شورو/ چهارشنبې په ورځ دغه نوي اصول اعلان کړي دي.
مايک پمپيو ويلي، د چين سفارتکار چې د کالج کمېپسونو ته ځي، د ځايي حکومت د چارواکو سره ويني، او د چين د سفارتخانې يا قونصلګرۍ نه بهر د 50 نه د زياتو کسانو دپاره د کلتور راغونډه راجوړوي، لومړی به اجازت اخلي.
پمپيو ويلي د چين د حکومت نه به وغواړي چې د ټولنيزو رسنيو ټول چلېدونکي اکاؤنټونه یې ورته ور وپېژني.
هغه ويلي دغه بندېزونه چې امریکا د چين په سفارتکارو ولګول دا په چين کې د امریکا په سفارتکارو لګول شوي دي ځکه دوی دغه ګام پورته کړو.
پمپيو ویلي، "مونږ ساده د برابرۍ د حقونو غوښتنه کوو".
په واشنګټن کې د چين سفارتخانې دغه ګام ته يو بل د بې انصافۍ بندېزونه ویلي چې په سفارتکارو یې لګول شوي دي.
په سفارتکارو د بندېزونو لګول د امریکا او چين ترمنځ د تاؤژنو اړیکو نوې اشارې ښايي.
د نړۍ دا دواړه غټ اقتصادي قوتونه د تجارت، ټيکنالوجۍ، په هانګ کانګ د بيجنګ لخوا نوی امنيتي قانون نافذ کولو او د چين لخوا تائيوان پله د جارحانه رویې سېوا کېدو په سر اختلافات لري.