لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

وزيرستان: په دوه چاؤدنو کې د څلورو پاکستاني پوځيانو په ګډون شپږ تنه ژوبل شوي


د پاکستان په قبايلي ضلعو شمالي او جنوبي وزیرستان کې په دوه بېلابيلو چاؤدنو کې د پاکستاني پوځي سرتېرو په ګډون شپږ تنه ژوبل شوي دي.

د جنوبي وزيرستان انتظاميې او پولیس په علاقه کې په پوځ د چاؤدنې د پېښې پخلی کړی دی.

امنیتي سرچيني وايې د جنوبي وزيرستان د شکتويي په ستررغزۍ علاقه کې شوې دې چاؤدنه کې د يو لفټننټ افسر په ګډون څلور پوځي سرتيري ژوبل شوي دي.

د پېښې په اړه نور جزيات مخې ته نه راغلي، خو ويل شوي چې په چاؤدنه کې ژوبل سرتیري د هيلي کاپټر د لارې د رزمک پوځي روغتون ته منتقل کړی شوي دي.

د دې خبر خپرېدو پورې د چاؤدنې زمه واري چا نه ده منلې او نه پوځ په خپله د دغه پېښې په اړه کوم بيان جاري کړی دی.

په کومه علاقه کې چې دا چاؤدنه شوې د شمالي وزیرستان سره په پوله پرته علاقه ده.

د اتوار، يکشنبې په ورځ پوځ ويلي ؤ د جنوبي وزيرستان په لدها تحصيل کې په کاشکۍ علاقه کې د پوځ د لټون عمليات روان ؤ او په دغه مهال پرې وسله وال بريد شوی چې پکې درې سرتيري وژل شوي او څلور نور ژوبل شوي وو.

پاکستاني طالبانو د دغه بريد زمه واري منلې وه.

بل لور ته په شمالي وزيرستان کې په يو ماين چاؤدنه کې دوه تنه ټپي شوي دي.

د ميرعلي پوليس وايي دا چاؤدنه د ميرعلي بازار ارمز اډې ته نزدې شوې، په ځمکه کې ښخ ماين چاؤدلی او دوه تنه يې ژوبل کړي دي.

پوليس وايي ژوبل کسان يې د ميرعلي روغتون ته وړلي دي. د روغتون چارواکو ويلي د يو تن پېښه زياته ژوبل شوې ده.

XS
SM
MD
LG