لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

څېړونکي: کېدای شي د پاکستاني طالبانو یووالی د پاکستان په ضد فعالیتونه زیات کړي


واشنګټن ــــ‌ سیاسي څېړونکي وایي په داسې حال کې چې افغان طالبان له حکومت سره د سولې بین الافغاني خبرو ته نیژدې شوې، په پاکستان کې د طالبانو له تحریک سره د جماعت الاحرار او حزب الاحرار وسلوالو ډلو یو ځای کېدل کېدای شي د دې هېواد په ضد فعالیتونه زیات کړي.

د جنوبي اېشیا د چارو څېړونکی او په سټېنفرډ پوهنتون کې د نړیوال امنیت او همکارۍ د مرکز غړی اسفندیار میر وایي د پاکستان لپاره د دغو وسلوالو ډلو یووالی بد زېری دی. میر وایي کېدای شي د لنډې مودې لپاره ټي ټي پي په قبایلي ضلعو کې خپل فعالیت زیات کړي او د پیسو لپاره د خلکو د تښتونو کار پراخ کړي:

"په منځني پړاو کې دا هم کېدای شي د پاکستاني طالبانو تحریک د افغانستان او پاکستان پر پوله د بفر زون جوړولو هڅه وکړي، چې یو ځل بیا د پاکستاني طالبانو ریاست جوړ کړي، چې بهرني اسلامي جنګیالي به هم مېلمانه کوي".

تحریک طالبان پاکستان یو غیرقانوني ګڼل شوې وسلواله ډله ده چې نظریاتي تړون یې له القاعده ډلې سره دی. دا ډله په 2007م کال کې په شمالي وزیرستان کې جوړه شوې وه، چې ویل کېږي د پولې دواړو غاړو ته فعالیتونه کوي.

اسفندیار میر وایي امکان لري چې پاکستاني طالبان په راتلونکو میاشتو کې پولې ته څېرمه په قبایلي سیمو کې د پاکستان پر حکومت هدفونو بریدونه زیات کړي. میر وایي‌ له افغان طالبانو سره د دوی اړیکې دا معنا لري چې دوی پر پاکستاني حکومت د فشار لپاره افغان خاوره هم کارولای شي.

د افغانستان د چارو څېړونکی او د امریکې د څېړنیز مرکز سي این اې د امنیتي او پرمختیایي څانګې مشر جانتن شروډن وایي "تل چې دا ډول ډلې سره یو شوې دي دا د قوت او عملیاتو زیاتولاي ته لاره برابرولای شي، زه باور لرم چې پاکستان د دغو پرمختیاوو په اړه اندېښمن دی".

څېړونکي وایي پخوا د پاکستاني طالبانو تر منځ خپلمنځي جګړو دوی په څو ډلو سره وېشلي دي خو وایي په افغانستان کې د امریکا او طالبانو تر تړون وروسته دوی اوس په دې نظر ښکاري چې باید خپلمنځي اختلافات ختم کړي او ځان مضبوط کړي.

د پاکستاني پوځ یو ریټایر شوی بریګېډیر او په اسلام اباد کې د پالیسي مطالعاتو د انسټیټیوټ د پوځي چارو څېړونکی نازي محمد وایي "که د سولې موافقه وشي نو ټي ټي پي به په فطري توګه [په افغانستان کې] له طالبانو د خپل بیعت ګټه اخلي".

په 2010م کال کې امریکې تحریکِ طالبان پاکستان وسلواله ډله د بهرنیو ترهګرو ډلو په نوملړ کې شامله کړه.

دې ډلې په پاکستان کې د یو شمېر خونړیو وسلوالو بریدونو ذمه واري‌ پر غاړه اخیستې ده، په 2011م کال کې یې په ډېره غازي خان کې پر مزار برید چې تر پینځوسو زیات کسان پکې و وژل شول، په 2014م کال کې د پېښور پر آرمي پبلک سکول برید هم پ:ې شامل دی چې د 132 ماشومانو په ګډون 141 تنه پکې وژل شوي وو، پر ملالې یوسفزۍ یې برید کړی وو.

د پاکستان حکومت پر پخوانۍ وزیراعظمې بې نظیر بټو د ځانمرګي برید ذمه واري هم پر پاکستاني طالبانو ور اچوي خو دې ډلې دا تور رد کړی او په هغه برید کې یې لاس لرل رد کړي وو.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG