لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

له تورونو سره مخ جنرال باجوه به د سيپېک مشر وي خو سلاکار به نه وي


واشنګټن - د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان د اطلاعاتو ځانګړی سلا کار ليفټننټ جنرال عاصم سليم باجوه له خپلې دندې څخه د ګوښه کېدو اعلان کړې خو وايي، د پاکستان چين اقتصادي پروژې (سي پېک اتهارټې) د چېرمېن په توګه به خپل کار ته دوام ورکوي.

هغه د زیارت یا پنجشنبې په ورځ د شخصي ټى وي چېنل جيو نيوز سره خبرو کې د استفعا پخلې کړى او ویلي یې دي چې د جمعې په سهار به به وزیر اعظم ته خپله استغعا وړاندي کوى.

باجوه وویل، له خپلې کورنۍ سره تر سلا مشورې وروسته یې پرېکړه کړې چې هغه به اوس خپل ټول پام سي پېک ته اړوي.‎

"ما پرېکړه وکړه چې خپله ټوله انرژي سېپېک ته واړوم ځکه مونږ فکر کوو چې دا مهال د سېپېک اټاریټي زیات پام ته اړتیا لري."

له دې اعلان څخه مخکې عاصم سليم باجوه په ټوېټر د صحافي احمد نوراني لخوا شوې دعوې دروغ بللې وه.

احمد نوراني چاچې د جنرال باجوه په اړه څېړنیز راپور خپور کړی د امریکا غږ اردو څانګې ته ویلي دي، چې دی چمتو دی د خپلو اسنادو او شواهدو د ريښتینوالي څخه په محکمه کې دفاع وکړي.

هغه دا هم ویلي،‌ چې ده نور داسې اسناد هم لرل خو یواځې د هغو یې یادونه کړې کوم چې په امریکا، کاناډا، عربي متحده اماراتو او پاکستان کې د حکومتي چارواکو لخوا تایید شوي دي.

نوراني دا هم ویلي، چې دده راپور په هغه وخت هم څرخي چې جنرال باجوه په پوځ کې کار کاوه، ځامنو او د کورنۍ غړو یې د خپلو تجارت امپراطوري غځوله.

احمد نوراني ادعا کوي، چې جنرال باجوه ۹۹ کمپنۍ، ۱۳۰ فرانچایزه او ۱۳ تجارتي ودانۍ لري.

همدارنګه د هغه ځوی په امریکا کې دوه کورونه په هغه وخت کې اخیستې وه کله چې دی په کوېټه کې کور کمانډر وو نو له همدې امله د هغه د زوی د پيسو د سرچینې په اړه پوښتنې راپورته کېږي.

په امریکا کې د عاصم سليم باجوه د کورنۍ د شتمنیو او کاروبارونو په اړه د صحافي احمد نوراني د خبر راتلو ورسته د هېواد د مخالف سياسي ګوندونو مشرانو د باجوه څخه د سپیناوي او استعفی غوښتنه کړې وه.

د پاکستان حکومتي چارواکي اټکل کوي، چې چین په پاکستان کې د سېپېک لاندې د ۶۲ بیلینه ډالرو په ارزښت پروژو کې پانګونه کوي.

له بلې خوا د امریکا دفاع وزارت د شورو یا چهارشنبې په ورځ ویلي، چې چین د یو بلټ یو سړک د تګلارې لاندې په پاکستان کی داسی پروژی جوړوی چی بیجنګ په سټراتیزیکو خنډ جوړونکو لارو تکیه کمه کړي.

څېړونکي په دې اند دي، چې د جنرال باجوہ دا خصوصی معاون څوکۍ دومرہ مھمه نہ دہ څومرہ چہ د سی پیک اتھارټئی مشری دہ.

XS
SM
MD
LG