لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دبلوچستان پښین سیمه کې دپولیو بله پېښه مخې ته راغلې ده


دپاکستان دبلوچستان ایالت په پښین سیمه کې د پولیو یوه بله پېښه ثبت شوې چې دې سره سږکال بلوچستان کې دپولیو د رامخته شوؤ پېښو شمیره ۱۷ؤ ته اؤ په ګرد پاکستان کې ۶۸ؤ ته رسېدلې ده.

دبلوچستان دصحت محکمې دچارواکو له مخې دپولیو دا تازه پېښه دپښین په علي زئ سیمه کې مخې ته راغلې اؤ دغلته د ۳۴ؤ میاشتو یو ماشوم کې دپولیو وایرس موندل شوي دي.

دصحت محکمه وایي چې دپولیو دښکار ماشومې کورنۍ خپلو ماشومانو ته دپولیو ضد څاڅکو ورکولو څخه انکار کړی ؤ چې له دې امله دغه ماشوم په پولیو ناروغۍ اخته شوی دی.

تر دې دوه ورځې وړاندې په پنجاب صوبه کې هم د پولیو دوه نورې پېښې مخې ته راغلې وې.

دپنجاب په ډيره غازي خان سیمه کې د اتوؤ میاشتو یو ماشوم په پولیو اخته شوی ؤ چې وورسته بیا مړ شوی هم ؤ اؤ په بهاولپور کې د۱۳کالو یو هلک هم په پولیو اخته شوی دی.

سږکال پنجاب کې ټول په ټوله دپولیو د رامخته شوؤ پېښو شمیره اتوؤ ته رسېدلې ده.

په پاکستان کې دپولیو دا نوې پېښې په داسې حال مخې ته راغلي چې په دې وروستیو کې د روغتیا نړیوالې ادارې نائجیریا هیواد هم دپولیو نه پاک اعلان کړی اؤ دا مهال په نړۍ کې یوازې پاکستان ااؤ افغانستان ددې ناروغۍ سره مخ دي.

پاکستان کې دپولیو دپېښو شمیره تر ټولو زیاته ده اؤ یوازې د روان کال په اوږدو کې ددې هیواد دننه دپولیو ۶۸پېښې مخې ته راغلي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG