لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پاکستان کې به د سکولونو د پرانستې پرېکړه په اووم ستمبر وکړی شي، شفقت محمود


د پاکستان د تعليم مرکزي وزیر شفقت محمود وايي، د کرونا وبا له امله چې په ملک کې تعليمي ادارې تړل شوې وې، د ادارو د بيا پرانستو ختمي پرېکړه به په اووم ستمبر وکړی شي.

په اسلام اباد کې نن د جمعې په ورځ خبري غونډې ته په وېنا کې نوموړي وويل، په ملک کې د کرونا وايرس پېښې او د دې وايرس څخه د مړينو شمېره راکمه شوې ده.

هغه وويل په تېرو شپږ مياشتو کې د ماشومانو زده کړې سختې اغېزمنې شوي دي.

شفقت محمود زیاته کړه چې تعليمې ادارې کله پرانستل کيږي حکومت به تګلاره وړاندې کوي چې په تعليمي ادارو کې په ځانګړي ډول د وړو ماشومانو خيال وساتل شي.

هغه وويل د تعليمي ادارو د کورس ورک کمولو خبره به هم کوي چې کورس نيمګړی پاتې نه شي او په ماشومانو بوج هم کم شي.

د تعليم وزیر وويل د راتلونکې کال پورې دوی هيله لري چې ټولې تعليمي هلې ځلې بيرته خپل ځای ته راوستل شي.

پاکستان د مارچ په مياشت کې د کرونا وبا له امله په ملک کې تعليمې ادارې تړلې وې.

د شفقت محمود سره ګډې خبري غونډې ته په وېنا کې د وزیراعظم د صحت په چارو کې سلاکار ډاکټر فېصل سلطان وويل، په ملک کې کرونا وبا کمه شوې وضعيت يې ښوی خو دا وبا لا ختمه شوې نه ده، ځکه ماشومان به سکولونو ته په ماسک کې راځي.

هغه وويل په سکولونو کې کلاسونه دوه ځايه اخستل کيږي او زياته يې کړه د 40 ماشومانو کلاس دوه ځايه وېشل شي.

نوموړي د ماشومانو د خيال ساتلو په لړ کې په ميندو پلارانو د غږ سره په سکولونو کې د دوی د کېښنولو او لاسونو وينځولو او نورو لارو خپلولو هم وويل.

په پاکستان کې د سرکاري شمېرو ترمخه تراوسه پورې په ملک کې په دوه لکه 97زره512 کسانو کې د کرونا پخلی شوی، 6335 ترې مړه شوي او دوه لکه 82زره 268 ترې ښه شوی دي.

په تېر شوا روز کې په 498 کسانو کې د کرونا پخلی شوی او اووه تنه ترې مړه شوي دي.

XS
SM
MD
LG