لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د بنګله دېش په یو جومات کې د ګېس چاودنې 17 تنه مړه کړي او لسګونه یې ټپیان کړي


واشنګټن ــــ د بنګله دېش په پایتخت ډهاکه کې په یو جومات کې هغه وخت یوه چاودنه شوې چې خلکو د ماښام لمونځ کړی وو او په نتیجه کې یې 17 تنه مړه شوي او لسګونه نور ټپیان شوي دي.

چارواکي وایي دا پېښه د جمعې په ماښام ډهاکه ښار ته نیژدې په ناراین ګنج ضلع کې شوې چې د اوروژنې د ادارې د چارواکو په وینا، ګومان کوي چې د ګېس پایپ لان د سوري کېدو لکه کبله به شوې وي.

د پېښې یو عیني شاه محمد رتن رایټرز خبري ایجنسۍ ته ویلي "تر یوې ناببره زورورې چاودنې وروسته مې ولیدل چې له جوماته لوګی راوځي او خلک چیغې وهي. ځینې پر سړک ګرځېدل او هڅه یې کوله له خپلو بدنونو اور وڅنډي".

د بنګله دېش د ځایي ورځپاڼې ډهاکه ټریبیون د خبر له مخې په پېښه کې 37 تنه سوځېدلي او د ډهاکه شېخ حسینه روغتون ته وړل شوي دي چې د ډاکټرانو په وینا د اکثرو بدنونه په بشپړه توګه سوځېدلي دي.

د ناراین ګنج ضلعې د اوروژنې د ادارې مرستیال مشر عبدالله العارفین وایي، داسې ښکاري چې د جومات کړکۍ بندې وې له همدې کبله د ګېس پایپ لاین سوری شوی او د جومات په مځکني منزل کې لګېدلي شپږ اېرکنډیشنونه چاودلي دي.

د اوروژنې د ادارې چارواکي وایي، په جومات کې د جمع شوي ګېس له کبله چاودنه هغه وخت شوې چې یو تن د اې سي یا د پنکې لګولو لپاره سویچ لګولی چې له کبله یې په سویچ کې بڅرکی پیدا شوی دی.

د روغتون د سوځېدونکو د څانګې مشر سمنتا لال سین وایي، د یوه ماشوم په ګډون په پېښه کې اوولس تنه مړه شوي خو وایي کېدای شي مړي زیات شي ځکه چې وایي‌ نور کسان هم زیات سوځېدلي او حالت یې مرګونی دی.

د بنګله دېش چارواکو د دې پېښې د پلټنې امر کړی دی.

د 2019م کال په فرورۍ میاشتې کې هم د ډهاکه په یوه پخوانۍ کلیواله سیمه کې پراخ اور لګېدلی وو چې 71 تنه پکې مړه شوي وو او تر هغه یوه میاشت وروسته بیا په ډهاکه کې په یوه ودانۍ کې د اور لګېدو له کبله 25 تنه مړه شوي وو.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG