لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د امریکا د اقتصاد په اړه د ټرمپ او بایډن جلا نظرونه


واشنګټن – د ټرمپ ادارې او د بایډن کمپاین په امریکا کې د نومبر په دریمه د ولسمشرۍ له ټاکنو اته اونۍ مخکې د امریکا پر اقتصاد رڼا اچولې.

د خزانې وزیر سټیفن منوچن په اګسټ میاشت کې ۸.۴ فیصدو ته د بې کارۍ د کچې غورځېدل یاد کړي او زیاته کړې یې ده چې د ۱.۴ میلینه دندو زیاتوالی ددې ثبوت دی چې د نړۍ دغه ستر اقتصاد د کورونا وبا پواسطه له زیانمن کېدو وروسته بېرته د رغېدو په حال کې دی.

هغه د امریکا فاکس نیوز سنډې پروګرام ته د خبرو پر وخت وویل، "مونږ به د کال په دریمه برخه کې د پام وړ زیات کورني تولیدات ولرو."

خو هغه دا هم وویل، چې د امریکا اقتصاد اوس هم لږ تر لږه ۷.۵ میلینه نویو دندو ته اړتیا لري چې د مارچ له میاشتې مخکې حالت ته ځان ورسوي.

په مارچ میاشت کې په امریکا کې د بې کارۍ کچه د پنځو لسیزو تر ټولو ټیټې کچې یعنې ۳.۵ فیصدو کې وه.

تر هغې وروسته په میلیونونو کارکونکي بې کاره پاتې شوي او کارونه په دایمي توګه تړل شوي.

په روان کال کې تر ۵۰ میلیونو زیاتو کارکونکو په یوه نه یوه وخت کې د بې کارۍ په بدله کې حکومتي مرسته ترلاسه کړې ده.

منوچن زیاته کړه، "د امریکا اقتصاد د بېرته رغېدو په حال کې دی." هغه زیاته کړه، چې ریپلېکن ولسمشر ډانلډ ټرمپ به یې بیا ترلاسه کړي. اقتصادي‌ رغېدل به دوام وکړي او مونږ به تر هغو و نه درېږو تر څو هر کس بېرته په کار نشی."

خو سنېټره کمېلا هېرېس چې د ټرمپ د ډیموکراټ سیال جو بایډن سره د مرستیالې په توګه ولاړ ده د وبا پر وخت له اقتصاد سره په چلند کې ټرمپ سخت ناکام او نیمګړی وباله.

هغې سي ان ان ته وویل،‌ ټرمپ چې وايي اقتصاد څومره ښه شوی هغه یې یواځې "د بډایه خلکو لپاره وايي چې څومره ښه شوي. له پنځو یوه مور وايي، چې له ۱۲ کلنۍ څخه کوچني ماشومان یې وږي دي."

منوچن وویل، د ریپلېکنز تر واک لاندې سېنېټ به په روانه اونۍ کې هڅه وکړي چې د کورونا وایرس مرستندویه اقتصادي بسته چې درې ټریلینو ته کمه شوې او بحث پرې روان دی منظوره کړي چې ټرمپ ددې کال په سر کې منلې وه.

خو ریپلېکنز او ډیموکراټ وکیلان په دې کې پاتې راغلي چې د نویو مرستو په پراخې بستې باندې سره موافقې ته ورسېږي په ځانګړې توګه بې کاره شویو کارکونکو ته د اضافي مرستو د اندازې او د هغوی د مودې په اړه چې څومره باید دوام وکړي.

د جولای د میاشتې تر وروستیو پورې د امریکا ملي حکومت بې کاره شویو کسانو ته د اونۍ ۶۰۰ ډالره لېږل او ددې ترڅنګ د ایالتونو په کچه هم ورسره په لږ اندازه مرستې کېدلې.

ټرمپ په اونۍ کې د ۴۰۰ ډالرو اضافي مرستو یو صدارتي حکمنامه لاسلیک کړه خو ایالتي حکومتونو ددغو مرستو لېږل نه دي پیل کي او ټولو ایالتونو هم موافقه نه ده کړې چې دا پیسې واستوي.

XS
SM
MD
LG