لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

په امریکا او نړۍ کې د کورونا وروستی حال


واشنګټن - په ګرده نړۍ کې په کورونا د اخته کسانو شمېر له ۲۷ میلینو څخه زیات شوی او نېږدې نه لکه کسان پرې مړه شوي دي.

یواځې په امریکا کې په کورونا باندې د اخته کسانو شمېر له ۶.۵ میلینو او د مړو شمېر له ۱۹۳۰۰۰ څخه زیات شوی دی.

بل پلو په اپرېل میاشت کې چې د کورونا وایرس د اوج وخت وو، د ټرمپ د ادارې روغتیا پوهانو د هغې ازموینې یا ټېسټ ستاینه کړې وه چې هغه کسان معلوموي چاچې کورونا تېره کړې وي ځکه دغه کسان پرې بیا نه اخته کېږي.

د انټي باډي ټېسټ په نامه دغه ازموینه ښکاره کوي چې څوک ښه او غوره معافیت یا دفاعي سیستم لري او ولسمشر ټرمپ ویلي، دا ددې لپاره ضروري وه چې خلک بېرته کارونه پیل کړي.

له نیویارک څخه ډاکټره جنېفر رېکمن وايي، اوس دا ټېسټونه شته خو هغه تمې پوره نشوې چې امریکایانو ته به پرې اجازه ورکړي چې بېرته عادي ژوند پیل کړي.

د انسان بدن له وایرس سره په جګړه کې انټي باډي جوړوي او په یادو ټېسټونو همدا اندازه کېږي.

خو ساینس پوهان اوس هم په دې کار کوي، چې انټي باډي څومره غوره او تر کوم وخته پورې انسان په کورونا د بیا اخته کېدو څخه ژغوري.

له مېنېسوټا پوهنتون څخه مارک جنکېن وايي، په حقیقت کې "په دې پوهېدل اسانه نه دي.‌"

ددې معلوماتو موندلو لپاره په انسانانو او حیواناتو کې اوږدو څېړنو ته اړتیا ده. که څه هم د روغتیا ملي انسټیټیوټ او پوهنتونونو په دې اړه زیات کار کړی خو دوی ټول اوس د کورونا وایرس د واکسین په جوړولو باندې بوخت دي.‌

تر څو چې په دې برخه کې زیات معلومات ترلاسه کېږي د انټي باډي له ټېستونو څخه باید کار وانخېستل شي چې څه وخت کار او ښونځی د بېرته راتګ لپاره خوندی دی.

په ورته وخت کې په هندوستان کې د کورونا پېښې له برازېل څخه زیاتې شوي او له همدې امله اوس تر امریکا وروسته د کورونا د زیاتو پېښو له پلوه د نړۍ د هېوادونو په کتار کې دوهم ځای لري.‌

د هندوستان روغتیايي چارواکو د کورونا تر ۹۰۰۰۰ زیاتې پېښې یواځې د ګل یا دوشنبې په ورځ رپوټ کړې. په همدې ورځ له هند څخه د څ باندې زرو مړو راپور هم ورکړل شوی.

په هندوستان کې تر اوسه پورې له کورونا څخه د مړو ټولټال شمېر له ۷۱۶۰۰ څخه اوختی دی.

د جمېکا لومړي وزیر انډریو هولنېس د کورونا وایرس د خپرېدو د مخنیوي لپاره نوي تدابیر اعلان کړي دي.‌

هولنېس د ګل یا دوشنبې په ورځ د خپلې دوهمې دورې د پرانېستې په وینا کې د سپټمبر له اتمې څخه تر ۲۳ پورې ګرځ بندیز لګولی چې د شپې له اتو بجو څخه به د سهار تر پنځو پورې وي.

هغه دا هم وویل،‌ چې په جمېکا کې به د خلکو د راټولېدو شمېر له ۲۰ څخه ۱۵ ته کم کړي.‌

اویا کلن او ترې زړو کسانو ته به اجازه وي چې په ورځ کې له کور څخه یواځې یو ځل د اړینو توکو رانیولو لپاره له کور څخه ووځي.‌

حکومت به مذهبي ډلو ته د نورمالو کارونو اجازه ورکړي خو روغتیايي سپارښتنې باید په پام کې ونیسي.

د فاتحې مراسمو ته لا اوس هم اجازه نشته او په جنازو کې به له ۱۵ څخه زیات کسان ګډون نه کوي.

د وزیر اعظم هولنېس اداره همدارنګه له سوداګرو او د کاروبار له مالکانو غوښتي چې خپلو کارکونکو ته اجازه ورکړي چې له کور څخه کار وکړي کچېرې امکان ولري.

XS
SM
MD
LG