لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

اسلام اباد هائېکورټ:دپلټنو ادارې اؤ ایجنسۍ دخپلو مسولیتونو پځائ د زمکو روزګار کې بوختې دي


د دوشنبې په ورځ دساجد ګوند د جبري بې درکۍ په اړوند دعریضې اوریدنې په مهال مشر قاضي ویلي دخلکو د ځان ومال ساتنه د ریاست ذمه واري ده اؤ ریاست دې دا خبره ومني چې دساجد ګوندل په پېدا کولو کې پاتې راغلی دی.

دپاکستان داسلام اباد هائیکورټ مشر قاضي اطهر من الله دهیواد دمالياتي او کاروباري ادارو د څار د ادارې (پاکستان سيکيورټي اېنډ اېکسچېنج/ اېس اي سي پي) دمرستیال ډائريکټرساجد ګوندل دجبري بې درکۍ په بابله دعریضې اوریدنې په مهال ویلي چې دهیواد دپلټنو ادارې اؤ ایجنسۍ خپلو دخپلو مسولیتونو ترسره کولو پځائ‌ د زمکو کاروبار کولو کې ککړې دي.

د دوشنبې په ورځ دساجد ګوند د جبري بې درکۍ په اړوند دعریضې اوریدنې په مهال مشر قاضي ویلي دخلکو د ځان ومال ساتنه د ریاست ذمه واري ده اؤ ریاست دې دا خبره ومني چې دساجد ګوندل په پېدا کولو کې پاتې راغلی دی.

پخوانی ژورنالسټ ساجد ګوندل د زيارت/ پنجنشپې په ماښام د اسلام اباد څخه بې درکه شوی اؤ دهغه مور د اسلام اباد هايکورټ ته خواست کړی ؤ چې زوی يې معلوم کړي .

په پنځم دسمبر هائیکورټ دعریضې اوریدنې په مهال د اسلام اباد مشر قاضي امر کړی ؤ بې درکه ساجد ګوندل باید د ګل د ورځې پورې معلوم کړل شي.

خو د ګل یا دوشنبې په ورځ چې کله ددې عریضې بیا اوریدنه پیل شوه نو دکورنیو چارو دمحکمې سکتر عدالت ته وویل چې د ساجد ګوندل دپیدا کولو دپاره غونډه شوې ده خو تر اوسه په دې اړوند کوم پرمختګ نه دی شوی.

د رسنیو د راپورونو له مخې په دغه خبره اوریدو دمحکمې مشر قاضي ناخوښي ښودلې اؤ پوښتنه ېې کړې چې که چرته دیو وزیر ځوئ تښتول شوی ؤ نو بیا به هم دپولیس چارواکو رویه هم داسې وه څنګه چې یې دساجد ګوند په بې درکۍ خپله کړې ده؟

هغه داخله سکتر ته ویلي وزیراعظم ته باید ووایي چې دهغه نه لاندې کارکوونکې ادرې خپلو کارونو ته دپام کولو پځائ د زمکو په روزګار کې بوختې دي.

خو داسلام اباد هائیکورټ څارنوال محکمې ته ویلي چې د کورنیو چارو مسولین د زمکو په روزګار کې لاس نه لري اؤ زیاته کړې یې ده چې داسې خو دسترې محکمې مامورین هم داستوګنې پروژې لري.

محکمې د اوریدنې په مهال امر کړی چې باید تر راتلونکو لسو ورځو ساجد ګوندل راخلاص کړل شي.

په ټولنيزو رسنیو د ساجد ګوندل بې درکي د وزیراعظم عمران خان د سلاکار او سي پېک اتهارټۍ د مشر ريټايرډ لفټننټ جنرل عاصم سليم باجوه او د هغه د کورنۍ د شتمنيو د رپورټ سره تړل کيږي کوم رپوټ چې څو ورځې وړاندې ژورنالسټ احمد نوراني خپور کړی ؤ.

ځينې کسان بيا وايي چې احمد نوراني ته د عاصم باجوه او د هغه د کورنۍ د شتمنيو په اړه مالومات د اېس اي سي پي څخه ترلاسه شوي ؤ.

خو د ګوندل ښځې ویلي هغه دغه اوازې ردوي چې د هغې د خاوند بې درکي د يو ياد شخصيت په اړه د اسنادو ښکاره کولو سره تړل کيږي، راپورونه وايي احمد نوراني هم ويلي د ترلاسه کړو مالوماتو سرچينه یې ساجد ګوندل نه ؤ.

تیرکال هم کراچۍ ښار کې د غیرقانوني ودانیو او د استوګنې په ځایونو کې د تجارتي کارونو په اړه د یو مقدمې د اورونې په وخت سپریم کورټ دپوځ د زمکو په کاروبار ناخوښي ښکاره کړې وه اؤ ویلي یې وؤ که دپوځ وس وشو نو په سړکونو به هم د ودونو هالونه جوړ کړي.

XS
SM
MD
LG