لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان 150 ښځینه خبریالانو له حکومته غوښتي پر ټولنیزو رسنیو دې د دوی ځورول بند شي


واشنګټن ــــ په پاکستان کې تر 150 زیاتو ښځینه خبریالانو یو ګډ درخواست لاسلیک کړی چې پکې یې له حکومته پر ټولنیزو رسنیو د حکومتي کسانو، سیاسي ګوندونو او د هغوی د سوشل مېډیا د څانګو له خوا د دوی د ځورولو د مخنیوي غوښتنه کړې ده.

په دغو خبریالانو کې اکثره یې هغه دي چې له ټیلیویژنونو، رېډیوګانو او یا نورو رسنیو سره کار کوي خو ځینې هغه هم پکې شاملې دي چې په ورځپاڼو یا پر ټولنیزو رسنیو کالمونه لیکي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو څانګې په پاکستان کې د خبریالانو، مذهبي اقلیتونو او د بشري حقونو د مبارزینو پر ځورونو اندېښنه څرګنده کړې ده.

تنزیله مظهر هم یوه له دغو خبریالانو ده چې دغه درخواست یې لاسلیک کړی دی، هغې وي او اې ډیوه ته وویل دوی له حکومته شپږ غوښتنې کړې دي:

"یو خوا دا چې سیاسي ګوندونه دې د خپلو فعالینو لپاره د سوشل مېډیا تګلاره جوړه کړي، حکومت دې هغه ټول اکاونټونه وپلټي چې [د ښځو په ضد] په پلان شوي کمپاین کې لاس لري، د ذمه واره کسانو په ضد دې عملیات وشي، شفافې پلټنې دې وشي، د ایف ای اې په سایبر کرایم څانګه کې دې د ښځو په ضد د آنلاین بریدونو لپاره ځانګړی ډیسک جوړ شي او په جرنلسټ تحفظ بِل کې دې بدلون راوستل شي".

په اسلام اباد کې د پریس کلب مرستیاله مشره سعدیه کمال وایي، د ښځو خبریالانو په ضد چې د سیاسي ګوندونو له خوا پر ټولنیزو رسنیو کوم کمپېن چلېږي هغه ډېر غیراخلاقي وي. نوموړې وي او اې ډیوه ته وویل:

"په ټولنه کې موجود د نرواکۍ فکر اوس په دغو ګوندونو کې هم لیدل کېږي، خصوصاً په پیپلز ګوند، مسلم لیګ نواز او تحریک انصاف ګوند کې".

دغو ښځینه خبریالانو په خپل لاسلیک کړي دستاوېز کې ویلي، چې پر ټولنیزو رسنیو ناوړه او غیراخلاقي بریدونه ورباندې ډېر زیات شوي چې وایي له دې سره د دوی کار، ذهني حالت او امنیت اغېزمن شوي دي.

د ښځینه خبریالانو یوې شپاړس کسیزې ډلې په تېره اګست میاشت کې هم دې ته ورته درخواست لاسلیک کړی وو، چې پکې یې د واکمن تحریک انصاف ګوند د کسانو او نورو سیاسي ګوندونو له خوا پر ټولنیزو رسنیو د ځورونو شکایت کړی وو.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG