لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د اسلام اباد څخه بې درکه شوی ساجد ګوندل کور ته راغلی


په پاکستان کې د مالياتي او کاروباري ادارو د څار د ادارې ( پاکستان سيکيورټي اېنډ اېکسچېنج/ اېس اي سي پي) مرستیال ډائريکټر او پخوانی ژورنالسټ ساجد ګوندل تېره شپه په خپله په ټويټر بيرته کور ته د راتلو ويلي دي.

هغه ويلي "په خيريت سره بيرته راغلم او د هغو ټولو مننه چې زما دپاره پرېشانه وو".

ساجد ګوندل د تېر زيارت/ پنجنشپې په ماښام د اسلام اباد څخه بې درکه شوی ؤ.

د هغه کورنۍ پرون د وزيراعظم هاؤس مخې ته احتجاجي مظاهره کړې وه او راپورونه وايي وزيراعظم د ګوندل د بې درکۍ خبر اخستی او د هغه د مالومولو دپاره یې درې کسيزه کميټي جوړه کړې وه.

د ساجد ګوندل مور د اسلام اباد هايکورټ ته خواست کړی ؤ چې زوی یې تښتول شوی يا اغوا کړی شوی دی هغه دې مالوم کړی شي.

عدالت حکومتي چارواکو ته د تېر ګل د ورځې پورې وخت ورکړی او بيا يې د ګل په ورځ اورېدنه کې د روانې مياشتې 17م نېټه ورکړې وه چې ګوندل دې مالوم کړی شي.

اېمنسټي انټرنېشنل او په پاکستان کې سياستوالو د ساجد ګوندل د مالومولو غوښتنه کړې وه.

په ټولنيزو رسنیو د ساجد ګوندل بې درکي د وزیراعظم عمران خان د سلاکار او سي پېک اتهارټۍ د مشر ريټايرډ لفټننټ جنرل عاصم سليم باجوه او د هغه د کورنۍ د شتمنيو د رپورټ سره تړل کېدو ويل شوي کوم رپورټ چې څو ورځې وړاندې ژورنالسټ احمد نوراني خپور کړی ؤ.

فرحت الله بابر په ټویټر ویلي، داسې خيال وده مومي چې د ساجد ګوندل تښتول/ اغوا کول د لفټننټ جنرل عاصم باجوه د رپوټ سره تړاؤ لري.

ځينې کسان بيا وايي چې احمد نوراني ته د عاصم باجوه او د هغه د کورنۍ د شتمنيو په اړه مالومات د اېس اي سي پي څخه ترلاسه شوي ؤ.

خو د ګوندل ښځې ویلي هغه دغه اوازې ردوي چې د هغې د خاوند بې درکي د يو ياد شخصيت په اړه د اسنادو ښکاره کولو سره تړل کيږي، راپورونه وايي احمد نوراني هم ويلي د ترلاسه کړو مالوماتو سرچينه یې ساجد ګوندل نه ؤ.

پاکستاني خبريال احمد نوراني په فيکټ فوکس نومى ويب پاڼه خپور شوي رپورټ کى دعوه کړې چې عاصم سليم باجوه او کورنۍ يې د امريکا په شمول په يو شمېر نورو هيوادونو کى د اربونو روپو ملکيت جايدادونه او سرمایه کاري لري.

عاصم باجوه دغه رپورټ رد کړی او د خپلې کورنۍ پرضد يې پروپېګنډه بللې وه.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG