لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پاکستان: عدالت يو عيسايي ته د مذهب د سپکاوي په قضيه کې د پانسۍ سزا اورولې


د پاکستان يو عدالت يو عيسايي تن د مذهب د سپکاوي په تور قضيه کې د پانسۍ يا تېزندۍ سزا اورولې ده.

د رويټرز ترمخه دغه تن چې سزا ورته اورول شوې اصف پروېز نوميږي او د جامو په کارخانه کې مزدور ؤ، ویل شوي په هغه باندې يې سپروايزر د پېغمبر اسلام په شان کې د سپکاوي د پېغام تور لګولی ؤ چې هغه ته يې په ليکلې بڼه دغه پېغام لېږلی ؤ.

د اصف پروېز پرضد د کال 2013م راهسې دا مقدمه روانه وه او د تازه فېصلې وروسته یې وکيل ويلي د فېصلې پرضد به اپيل کوي.

ياد تن عدالت ته ويلي چې د هغه سپروايزر هغه ته د مذهب اسلام قبلولو ويلي ؤ او هغه ترې انکار کړی ؤ ځکه پرې د مذهب د سپکاوي تور لګول شوی ؤ، خو د سپروايزر وکيل دغه تور رد کړی دی.

پرون د پېښور پوليسو هم ویلي چې د مذهب د سپکاوي په تور يې يو تن نيولی دی.

د جولایۍ د مياشتې په 29م د پېښور په يو عدالت کې دننه امریکايي پاکستانی وګړی طاهر نسيم وژل شوی په چا چې د مذهب د سپکاوي مقدمه روانه وه.

په طاهر نسيم باندې فېصل نومې هلک ډزې کړې وې.

د امریکې د بهرنیو چارو وزارت د خپل وګړي (طاهر احمد نسيم) وژنه غندلې وه.

امريکا په پاکستان غږ کړی ؤ چې په سمدستي ډول دې داسې ګامونه واخلي او اصلاحات دې وکړې چې په راتلونکي کې دغه رنګ پېښې نورې ونه شي.

په پاکستان کې د مذهب د سپکاوي په قانون د بشري حقونو ځايي او نړيوال تنظیمونه داسې نيوکې کوي چې ګنې دا قانون خلک د شخصي ګټو دپاره کاروي.

خو په پاکستان کې د اسلامي نظرياتي کونسل مشر قبله اياز وايي، د مذهب د سپکاوي قانون بدلېدی نه شي خو که چرته د دې قانون غلط استعمال کيږي نو حکومت له پکار ده چې د هغې مخه ونيسي.

په وروستيو کې د بشري حقونو نړیوال تنظيم (اېمنسټي انټرنېشنل) د سويلي اسيا څانګې د مذهب يا عقيدې په بنياد د تشدد څخه اغېزمنو خلکو په ياد کې د ورځې نمانځلو په مناسبت بیان کې ويلي ؤ، پاکستان کې د مذهب د سپکاوي قانون تېری کوونکو ته په دوامداره توګه اسانتياوې برابروي.

XS
SM
MD
LG