لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

امريکا له عراقه خپل 2200 پوځیان بيرته باسي او 3000 پرېږدي


واشنګټن ــــ د مېډیا د خبرونو تر مخه د ولسمشر ډانلډ ټرمپ حکومت تياري نيسي چې په عراق کې د ميشتو امريکايي ځواکونو شمېر را کم کړي او په يو ټاکلي وخت کې ټول ځواکونه د ياد هېواد نه وباسي.

د خبري ادارې راېټرز د خبر ترمخه په عراق کې دا وخت 5200 امريکايي ځواکونه ګومارل شوي چې شمېر به يې ‌‌‌‌‌‌ډېر ژر 3000 ته راکم کړل شي. په دې حقله ويل کيږي امکان دی ‌‌‌‌‌‌ډېر ژر ولسمشر ټرمپ په رسمي توګه اعلان وکړي.

دې کال د فرورۍ په مياشت کې د امريکا او طالبانو ترمنځ په دوحه کې هم يوه لوظنامه لاسليک شوې وه چې ترمخه يې په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو شمېر د 12000 څخه 8600 ته راکم کړل شوی دی.

په عراق کې د امريکا پوځي چارواکو د شورو- چهارشنبې په ورځ ويلي د امرېکې په مشرۍ اتحادي ځواکونه د داعش د ځپلو د پاره په عراق کې ګومارل شوي او اوس په دې قانع دي چې عراقي پوځ د پاتې داعشيانو د ختمولو توان لري.

د راېټرز تر مخه د امريکا د مرکزي کمانډ مشر جنرل فرينک مېکينزي په وروستيو کې د عراق په دوره کې ويلي چې "مونږ د ملګري هېواد د استعداد زياتولو چارې دوامدارې ساتو چې عراقي ځواکونه وتوانيږي او مونږ ته موقع برابره کړي چې په عراق کې د خپل پوځ شمېر راټيټ کړو".

امريکا او عراق دې کال په جون کې پرېکړه کړې وه چې په را روانو مياشتو کې به په عراق کې په امريکايي ځواکونو کې کمی راولي او دا چې امريکا هيڅ داسې کوم پلان نه لري چې په عراق کې مستقل پوځي ا‌‌‌‌‌‌ډې وساتي او لا يې ځواکونه په ياد هېواد کې مستقل شتون ولري.

رایټرز ليکي په کال 2016م کې صدر ټرمپ ويلي وو د امريکا نه ختمېدونکي جنګونه به ختموي او که هر څو يې شمېر لږ دی خو اوس هم امريکايي ځواکونه په افغانستان، عراق او شام کې پراته دي.

د خبر له مخه تېره مياشت ولسمشر ټرمپ د عراق وزيراعظم مصطفی الکاظمي ته يو ځل بيا ‌‌‌‌‌‌ډا‌‌‌‌‌‌ډ ورکړی وو چې د عراق نه به خپل ځواکونه باسي.

راېټرز ليکي صدر ټرمپ د عراقي وزير اعظم سره په داسې وخت کې ليدلي چې د امريکا او ايران په منځ کې تاوتريخوالی بيا سېوا شوی او امريکا ويلي د ملګرو ملتونو نه به په ايران د معطل کړل شوو بندېزونو د بيا لګولو غوښتنه کوي.

د عراق پارلمان د روان کال په شروع کې پرېکړه کړې وه او د ټولو خارجي ځواکونو نه يې د عراق نه د وتلو غوښتنه کړې وه چې په ترڅ کې يې امريکايي او اتحادي ځواکونه د عراق نه وځي.

XS
SM
MD
LG