لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ځانوژنې د مخنیوي نړیواله ورځ: په نړۍ کې هر کال اته لکه کسان خپل ځان وژني


واشنګټن ــــ د ستمبر 10مه نېټه هر کال په نړۍ کې د ځانوژنې د مخنیوي د نړیوالې ورځې په توګه لمانځل کېږي،‌ چې مقصد یې په دې برخه کې خلکو ته پوهه ورکول او له داسې حالته را ایستل دي چې هغوی ځانوژنې ته مجبوري.

پاکستان او افغانستان هم له هغو هېوادونو څخه دي چې هر کال زرګونه خلک پکې د کورني تشدد، غربت او نورو سببونو له کبله خپل ځانونه وژني. د یوې اندازې له مخې په افغانستان کې د ځانوژونکو زیات شمېر ښځې دي.

د ځانوژنې د مخنیوي د نړیوال تنظیم مشر مراد خان پر خپله ویبپاڼه په یوه ویډیویي پیغام کې ویلي، چې په نړۍ کې په هرو څلوېښت سیکنډو کې یو تن خپل ځان وژني او وایي په نړۍ کې هر کال اته لکه کسان ځانوژنه کوي.

مراد خان وایي دا ورځ په نړۍ کې موږ ټولو ته دا د توجه وړ موقع راکوي چې د ځانوژنې د مخنیوي او د ځانوژنې د رویو د کمولو په اړه خلکو ته پوهه ورکړو:

"د ځانوژنې مخنیوی یو نړیوال چېلنج دی چې له جغرافیو پرته موږ ټول اغېزمنوي او دا له موږه ګډې هڅې غواړي چې د ځانوژنې له کبله د خلکو مرګونه را کم کړو".

د روغتیا نړیوال سازمان وایي ګڼې ستونځې دي چې یو ځای کېدو سره یې خلک ځانوژنې ته مجبوره کېږي، وایي په دغو کې پیدایشي، نفسیاتي، ټولنیز، کلتوري او نور د خطر سببونه دي چې د چا د بایللو او صدمې له تجربې سره یو ځای شي او د خلکو ژوند تباه کړي.

د روغتیا نړیواله اداره وایي کوم تن چې ځانوژنه کوي نه یواځې دا چې خپل ژوند ختم کړي بلکې د شاوخوا نورو خلکو ژوند هم اغېزمن کړي،‌ وایي "هره ځانوژنه تقریباً 135 تنه سخت غمجن کړي او یا یې اغېزمن کړي چې په کال کې یې شمېر 108 میلینه ته رسېږي او وایي هر ځانوژنه 25 نور کسان ځانوژنې ته هڅوي او ډېر نور د ځانوژنې فکر کوي".

د ځانوژنې د مخنیوي د نړیوال تنظیم مشر مراد خان وایي د هېوادونو د حکومتونو او اړوندو ادارو، د نړیوالو مرستندویه ادارو، این جي اوز، روغتیايي ماهرینو، د داسې ناروغانو او کورنیو شریکه ذمه واري ده چې د ځانوژنې د مخنیوي لپاره کار وکړي:

مراد خان وایي په نړۍ کې د کرونا وایرس له کبله د خلکو زیات ګوښه کېدل هم د ناارامۍ او پرېشانۍ سبب شوي دي چې وایي خلکو ته په کار ده د خپلې ذهني روغتیا د باوري کولو لپاره ځانونه له خپلو خپلوانو،‌ ملګرو او همکارانو سره وتړي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG