لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

په بېروت کې له خونړۍ چاودنې میاشت وروسته بیا ستر اور لګېدلی


په بېروت کې د سپټمبر په لسمه نېټه لګېدلی اور

واشنګټن – د بېروت په بندر کې د زیارت یا پنجشنبې په ورځ یوه میاشت وروسته له هاغې خونړۍ چاودنې یو ځل بیا لوی اور لګېدلی په کومه کې چې په سلګونو کسان مړه او په زرګونو ژوبل شوي وو.

د لیبنان دولتي خبري ادارې د یوې پوځي سرچینې له خولې ویلي، دغه اور په هغې بندري ودانۍ کې لګېدلی چې تېل او ټایرونه پکې زېرمه شوي وو خو د اور لګېدلو سبب تر اوسه نه دی څرګند.

د اور په ځای کې ستر لوګي پورته کېدل چې ترې لاندې یې د اور لمبې له لېرې څخه ښکاره کېدې.

خبري اداره لیکي چې اور وژونکي د اور په مړ کولو باندې لګیا دي.

د سیمې اوسېدونکي ډېر وېرېدلي ځکه دوی د تېرې میاشتې چاودنې کې سخت زهني ژوبل شوي دي.

د اګسټ د څلورمې نېټې په چاودنه کې تر ۱۹۰ زیات کسان مړه، تر ۶۵۰۰ زیات ژوبل او په زرګونو کورونه پکې ویجاړ شوي وو.

د اګسټ چاودنه د ۲۷۵۰ ټنه زېرمه شويو امونیم نایټریټ له چاودلو څخه شوې وه چې د تېرو شپږو کالو راهیسې په بندر کې په نا سمه توګه زېرمه شوي وو.

XS
SM
MD
LG