لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکا د بین الافغاني خبرو د پېلېدو هرکلی وکړ


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو

واشنګټن – د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو د بین الافغاني خبرو چې ټاکل شوې ده د راتلونکې خالي یا شنبې په ورځ به پیل شي هرکلی وکړ او وویل چې ملاتړ به یې کوي.

د رویټرز خبري ادارې د خبر له مخې، ښاغلي‌ پمپیو د زیارت یا پنجشنبې په ورځ وویل،

"زه مرکچیان هڅوم چې حقایقو ته وګوري او زغم او نرموالي وښيي. دا بهیر بري ته رسېدل غواړي."

هغه وړاندې وویل، "امریکا تیاره ده لکه څرنګه چې ورڅخه غوښتل شوي دي ملاتړ وکړي."

تر دې مخکې د قطر د بهرنیو چارو د وزارت لخوا په یو خپور شوي بیان کې ویل شوي، د قطر دولت خوښ دی دا اعلان کوي چې د روان کال د سپټمبر په ۱۲ نېټه په دوحه کې د افغانستان د سولې مذاکرات پېلېږي.

په بیان کې راغلي دي، چې دا بین الافغاني مستقیم مذاکرات په افغانستان کې د یوې دایمي سولې په راوستلو کې یو مهم پرمختګ دی او دا فرصت د هغه تړون له مخې برابر شوی چې ددې کال په سر کې په دوحه کې د امریکا او طالبانو ترمنځ لاسلیک شوی وو.

په بیان کې د قطر په بهرنیو چارو وزارت کې د ترهګرۍ په وړاندې د ځانګړي استازي ډاکټر مطلق قحطاني له خولې ویل شوي، "ًقطر هر کله په ډپلوماسۍ او د ستونزو د حل لپاره د مستقیمو خبرو په برخه کې مهم ارزښت لاره. مونږ د ټولو ښکېلو غاړو او نړیوالو شریکانو د کار او همکاریو څخه مننه کوو چې ددې تاریخي موقع په برابرولو کې یې ترسره کړي دي."

افغان حکومت او طالبانو د بین الافغاني خبرو د پیل خبر ورکړی

افغان حکومت په یوه جلا بیان کې د مذاکراتو د پیلېدو اعلان کړی دی. د ارګ له خوا په خپاره شوي بیان کې ویل شوي چې د حکومت مذاکراتي ټیم به د ولسمشر غني په امر د جمعې په ورځ قطر ته سفر وکړي. په بیان کې وړاندې راغلي دي:

"ولسمشر په هېواد کې د دایمي سولې او ارامۍ لپاره- چې د ولس همېشنۍ غوښتنه ده- د افغانستان د اسلامي جمهوریت د مذاکره کوونکي پلاوي د کامیابۍ هیله لري".

وسلوالو طالبانو هم اعلان وکړ چې وایي بین الافغاني خبرې به د راتلونکې شنبې- خالي په ورځ پیلېږي او دوی به هم پکې ګډون کوي.

دغه اعلان په قطر کې د طالبانو د دفتر نوي ویاند ډاکټر محمد نعیم پر خپل ټویټر لیکلي چې دغه خبرې به د ستمبر د میاشتې پر 12مه نېټه په قطر کې پیلېږي. نعیم لیکلي:

"اسلامي امارت د مذاکراتو بهیر په ښه ډول پرمخ بیولو او د اسلامي ارزښتونو او هیواد د علیا منافعو په چوکاټ کې، د سرتاسري سولې او سوچه اسلامي نظام د رامنځ ته کیدو هوډ لري".

تر دې وړاندې د افغان حکومت د مرکچي پلاوي دوو غړو فوزیې کوفي او حفیظ منصور ازادي رېډیو ته ویلي وو، چې د جمعې په ورځ به قطر ته سفر کوي او بله ورځ به له طالبانو سره د سولې خبرې پیلوي.

د افغانستان د اسلامي جمهوريت پلاوي او طالبانو ډلې ترمنځ د مذاکراتو د پيل مراسمو کې، د ملي روغې جوړې عالي شورا رئيس ډاکتر عبدالله عبدالله، د بهرنيو چارو سرپرست وزیر محمد حنيف اتمر، د سولې په چارو کې د جمهوررئیس ځانګړی استازی عبدالسلام رحيمي او د سولې په چارو کې د دولت وزير سيد سعادت منصور نادري، د افغانستان د اسلامي جمهوريت په استازيتوب به ګډون وکړي.

د رویترز د رپوټ له مخې ټاکل شوې چې د افغانستان د دولت او طالبانو استازي د افتتاحیه غونډې وروسته د مذاکراتو د اجندا په هکله فني بحثونه پیل کړي.

دمخه تر دې د طالبانو ویاند ډاکتر محمد نعیم لیکلي وو چې د بندیانو خلاصون لا هم پاتې دی چې په وینا یې کار پرې روان دی او کله چې د بندیانو ازادولو بهیر بشپړ شي په وینا یې د دغه ډلې مذاکراتي ټېم خبرو ته چمتو دی.

په روانه میاشت کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د بندیانو تبادله پای ته ورسېده او د رپوټونو له مخې شپږ طالب بندیان چې پر خلاصون یې کړکیچ رامنځ ته شوی و، قطر ته واستول شول. د وروستیو معلوماتو له مخې دغه شپږ تنه هم په قطر کې ازاد شوي دي او په نتیجه کې طالبانو مذاکرو ته چمتوالی اعلان کړی دی.

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG