لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

صدر ټرمپ وايي د کرونا وبا په اړه يې امریکايانو ته دروغ نه دي ویلي


د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ ویلي د کرونا وبا په اړه يې دروغ نه دي ویلي، نوموړي دغه خبره په سپينه ماڼۍ کې د خبري غونډې په مهال پوښتنې ته په ځواب کې کړې ده، د هغه پوښتنه شوې امریکايانو ته يې د کرونا په اړه دروغ ولې ويلي دي؟.

امریکايي ژورنالسټ او ليکوال باب وډورډ په خپل نوي چاپ کړي کتاب کې ليکلي چې صدر ټرمپ د روان کال په سر کې منلې وه چې هغه غواړي چې د کرونا وايرس خطره کمه وښايي.

ټرمپ د زیارت/ پنجشنبې په ورځ د خپلې خبرې دفاع کړې او ويلي يې دي ما نه غوښتل چې د مرګونو چغې ووهم او په اراده مې دا خبره کړې چې د کرونا زور کم ښکاره کړم.

وډورډ په خپل نوي کتاب (رېج) کې د ټرمپ په اړه څرګندونې کړي دي.

صدر ټرمپ ویلي که وډورډ ګڼي چې هغه سمې خبرې نه دي کړي نو هغه دې خلکو ته ښکاره کړي.

ښاغلي ټرمپ زياته کړې تل مې دا هڅه کړې چې د کرونا زور کم ښکاره کړم خو ورسره یې دا خبره رد کړه چې ګنې هغه امریکايانو ته د امنيت په لړ کې دروغ ويلي دي.

ویل شوي باب وډورډ د دې کتاب دپاره په شپږ مياشتې موده کې د صدر ټرمپ 18 مرکې کړي دي.

او هغه ويلي په 7م فرورۍ ورته صدر ټرمپ د کرونا وبا د خطرناکې او مرګونې ويلي خو په کتاب کې ویل شوي چې ټرمپ هم په دغه وخت کې خلکو ته وايي چې دا وايرس به زر ختم شي او دا د امریکا په قابو کې ده.

هغه ويلي بيا په 19م مارچ صدر ټرمپ منلې چې هغه په ارادې سره د کرونا وبا زور او خطره زياته نه ښکاره کوله د دې دپاره چې په خلکو کې ویره خوره نه شي.

د باب ووډورډ دا کتاب په داسې وخت کې مخې ته راغلی چې د نومبر په مياشت کې د امریکا انتخابات کيږي.

څيړونکي وايي په کتاب کې شوې خبرې به دواړه ډلې ريپبلکنز او ډيموکرېټس په کمپاين کې کاروي، ريپبلکنز به وايي چې په خلکو کې د ويرې کمې ساتلو په موخه يې صدر داسې کړي او ډېموکرېټس به وايي چې هغه رښتيا پټ کړي ځکه کرونا وبا نوره سېوا او خطرناکه شوې ده.

XS
SM
MD
LG