لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

خوست:دټنګ ټکور محفل کې چاودنې څلور کسان وژلي،اته ژوبل


چارواکي وایي دافغانستان په ختیز ولایت خوست کې د کویژدنې په خوشحالۍ کې راجوړ د ټنګ ټکور کې یو محفل کې چاودنه شوې چې پکې څلور کسان وژل شوي اؤ اته نور ژوبل شوي دي.

دخوست د امنیه قوماندانۍ د مطبوعاتي څانګې مشر عادل حیدر امریکا غږ اشنا ته ویلي دغه چاودنه د جمعې په شپه د خوست دمرکز اړوند دکونډیو په ستر کلي کې شوې ده.

هغه منلې چې چاودنه کې څلور کسان وژل شوي اؤ اته نور ژوبل شوي اؤ وایي چې په وژل شوؤ کې دوه نظامیان هم شامل دي.

نوموړي ویلي چې چاودنه د ټنګ ټکور په هغه محفل کې شوې ده چې دیوې کویژدنې دخوشحالۍ نمانځلو په موخه راجوړ شوی ؤ.

هغه زیاته کړې چې چاودیدونکي مواد په یو موټر سائیکل کې پرځائ کړل شوي وؤ اؤ چې کله محفل راتود شو نو انفجار ورکړل شوی دی.

تر اوسه ددې چاودنې پړه کومې وسله والې ډلې پغاړه نه ده اخستې .

افغانستان کې تر دې وړاندې هم په بیلابیلو وختونو کې د ودونو اؤ ښادونو ترڅنګ د جنازو په مراسمو کې هم دغه رقم چاودنې شوې چې پکې په سوونو کسان وژل شوي اؤ ژوبل شوي دي.

تیر کال‌ په ۱۸م اګست کابل کې د واده په مراسمو یو ځانمرګي برید کې تر ۵۰ؤ زیات کسان وژل شوي وؤ چې پړه یې داعش پغاړه اخستې وه.

خو په خوست کې دا اوسنۍ چاودنه په داسې وخت کې شوې چې ټاکل شوې سبا شنبه په قطر کې دطالبانو اؤ افغان مرکچي ترمنځ دسولې بین الافغاني خبرې پیل کیږي.

په دغو خبرو کې دبرخې اخستو دپاره دافغانستان څخه یوه ډله د قطر په لوري کوچېدلې ده خو د سولې دخبرو دپیل نه وړاندې دافغانستان په یو شمیر سیمو کې دبمونو چاودنو اؤ وسله والو بریدونو کې ګڼ شمیر کسان وژل شوي اؤ ژوبل شوي دي

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG