لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امریکې په اوریګن او کېلیفورنیا کې د ځنګلونو اور زرګونه کورونه سوځولي


ځایي اوسېدونکي د اوریګن په میډفوډ کې د غره پر سر لګېدلي اور ته ګوري
ځایي اوسېدونکي د اوریګن په میډفوډ کې د غره پر سر لګېدلي اور ته ګوري

واشنګټن ــــ د امریکې د کېلیفورنیا ایالت تر څنګ په اوریګن ایالت کې هم په ځنګلونو کې پراخ اور لګېدلی چې تر اوسه یې په نتیجه کې څلور تنه مړه شوي خو زرګونه کورونه او په لکونو ایکړه کرنیزه مځکه یې سوځولې ده.

د اوریګن ایالت ګورنر کېټ براون یوې خبري غونډې ته وویل "موږ په ټول ایالت کې هیڅکله داسې بې مهاره او بې کنټروله اور تر اوسه نه دی لیدلی".

د اوریګن ایالت د بیړني انتظام دفتر وایي، د اور لګېدو له کبله تر پینځه لکه زیات خلک- چې د دې ایالت په هرو لسو کې یو تن کېږي- دې ته مجبور شوي چې خپل کورونه خالي کړي او خوندي سیمو ته کډه شي.

چارواکي وایي دا په اوریګن ایالت کې په ځنګلونو کې له لګېدلیو سل اورونو څخه یو تر ټولو پراخ اور دی چې تر اوسه یې 365,000 ایکړه مځکه ویجاړه کړې ده او د استوګنې څو سیمې یې تباه کړې دي.

د اوریګن ایالت د اشلېنډ ښار د پولیسو مشر ټایګ اومیرا وایي، په دې اړه پلټنې کوي چې ایا دا اور د ورانکارۍ کومه پېښه ده که څنګه.

پولیس وایي اور د اشلېنډ ښار شمال ته غزېدلی او هلته یې د یوې اندازې له مخې 600 کورونه سوځولي دي او وایي کېدای شي د اور لمبې په جنوب ختیځ کې د اوریګن لوی ښار پورټلېنډ ته هم ور خپرې شي.

د اوریګن د اوروژنې د ادارې مشره ماریانا روییز ټیمپل وایي، پر دې خبره یې له ځایي چارواکو سره بحث وکړ چې که امکان ولري د پورټلېنډ ښار ځینې برخې له خلکو خالي کړي خو وایي دا هر څه د اور په خپرېدو او په دې پورې اړه لري چې د باد لوری کومې خواته دی.

بل لور ته په څنګلوري کېلیفورنیا ایالت کې هم له تېرو څو اوونیو راهیسې په ځنګلونو کې لګېدلی پراخ اور لا نه دی مړ شوی او د پنجشنبې- زیارت په ورځ پکې لږ تر لږه د درو نورو کسانو د مړینې خبر ورکړل شوی دی.

چارواکي وایي د کېلیفورنیا اور هم تر اوسه سلګونه کورونه سوځولي او تر یو میلینه ایکړه زیات مځکه یې ویجاړه کړې ده. وایي اور ته په نیژدې سیمو کې یې شل زره کورنیو ته امر کړی چې خپل کورونه خالي کړي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG