لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شاه محمود قریشي:په هاغو شرخوښو به نظر ساتل وي چې دافغان سولې عمل ناکامول غواړي


دپاکستان دبهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي وایي قطر کې دبین الافغاني خبرو اترو پیل افغانانو دپاره یو غوره فرصت دی چې هغوئ له دې لارې افغانستان کې د دائمي سولې اؤ امن ته لاره هواره کړي.

دشنبې په ورځ قطر کې دطالبانو اؤ افغان پلاوي ترمنځ دپیل شوؤ بین الافغاني خبرو ابتدائیه غونډې ته د ویډیو لنک دلارې خپله وینا کې شاه محمود قریشي ویلي پاکستان مدام دا دریځ لرلی دی چې افغان کشاله په طاقت نه هواریږي اؤ دخوښۍ مقام دی چې نن ټوله نړۍ دپاکستان دغه دریځ مني.

دبهرنیو چارو وزیر ویلي” مونږ ته به هغه شرخوښي هم په نظر کې نیول وي چې دافغانستان دسولې عمل ناکامول غواړي”

هغه نه ده واضحه کړې چې د شرخوښو نه مراد څوک دي اؤ څوک د افغان سولې عمل ناکامول غواړي خو تر دې وړاندې په زیاتره موقعو شاه محمود قریشي اؤ نورو چارواکو پخپل رقیب ګاونډي هیواد هند تورونه پورې کړي چې دافغان سولې مخې ته خنډان راولاړوي.

البته پاکستاني چارواکو تر دې دمه په کوم کوټلي شواهد مخې ته نه دي راوړي.

افغانستان کې دسولې خبرې نن دطالبانو اؤ دافغانستان څخه د ورغلي پلاوي ترمنځ قطر کې پیل شوي چې چې پکې دپاکستان لخوا افغانستان دپاره ځانګړی استازی محمد صادق هم برخه لري.

ددې خبرو دپیل نه وړاندې دطالبانو یو لوړپوړي هئیت په نزدې ورځو کې د اسلام اباد سفر هم کړی ؤ اؤ دغلته یې دپاکستان دبهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي سره په خارجه وزارت کې یوه تفصیلي لیدنه کړې وه.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG