لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

امریکې، افغان حکومت او طالبانو د بین الافغاني خبرو پر مثبت دوام ټینګار وکړ


واشنګټن ــــ په افغانستان کې تر اوږدې جګړې وروسته نن د قطر په پایتخت دوحه کې د سولې بین الافغاني خبرې پیل شوې چې پکې د امریکې، افغان حکومت او طالب مشرانو ویناوې وکړې او ټولو هیله څرګنده کړه چې دا خبرې به د جګړې د ختمېدو او دایمي امن لپاره مثبتې نتیجې ورکړي.

د امریکې د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپېیو په غونډه کې ویلي، دا په ریښتیا سره ارزښتمنه موقع ده، چې افغانانو تر اوږدې مودې وروسته د خبرو لاره غوره کړه او د خپل هېواد لپاره یې یو نوی لوری خپل کړ.

د افغانستان د ملي روغې جوړې د شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله د مذاکراتو په پرانیستونکې غونډه کې وویل، قطر ته له "ښه نیت او ښې ارادې" سره تللي دي چې له طالبانو سره مذاکرات وکړي او څلوېښت کلنه جګړه ختمه شي.

ډاکټر عبدالله وویل، هغه باور لري که یو بل ته لاسونه ورکړي او د امن خبرې په اخلاص سره مخته بوځي نو په افغانستان کې روانې ستونځې او شخړې به ټولې ختمې شي. نوموړي د دایمي ډزبندې غوښتنه هم وکړه:

"موږ راغلي یو چې باعزته او دایمي سوله تر لاسه کړو، جګړه او پوځي لاره ګټونکی نه لري او نه په دې لاره کې بایلونکی شته خو شرط دا چې دا شخړې د افغانستان د خلکو په خوښه حل شي".

ورپسې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر ملا عبدالغني برادر پخپله وینا کې وویل، چې په خبرو اترو کې به "په بشپړې سنجیدګۍ" سره برخه اخلي او پر دواړو ښکېلو غاړو یې ټینګار وکړ چې خبرې اترې په زغم سره پر مخ بوځي:

"نړۍ ته باور ورکوو چې موږ به پخپل بشپړ صلاحیت سره هڅه کوو چې بین الافغاني مذاکرت کامیابه نتیجې ورکړي. موږ یو داسې افغانستان غواړو چې ازاد، خپلواک، متحد او پرمختللی وي او له اسلامي اصولو سره سم د ملت ټول وګړي پکې له توپیر پرته برخه واخلي".

پرانیستونکې غونډې ته د امریکې د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپېیو وویل، دا په بشپړه توګه په افغانانو پورې اړه لري چې پر خپل هېواد د حکومت کولو لپاره د خپل راتلونکي سیاسي نظام پرېکړه وکړي.

ښاغلي پمپېیو وویل هیله من دی چې په بین الافغاني خبرو کې به د ټولو افغانانو حقونو ته پام کېږي او هغه ټولنیز پرمختګ به پکې په پام کې نیول کېږي چې په تېرو تقریباً دوو لسیزو کې شوی دی.

مایک پمپېیو خبرداری ورکړ چې بې له شکه په بین الافغاني خبرو کې به د لسیزو اختلافاتو له کبله ډېر چېلنجونه وي، خو وایي دواړه غاړې باید له زغمه کار واخلي او د یوه بل نظر ته په احترام خبرې پر مخ بوځي، چې د افغانستان په تاریخ کې یو نوی باب ولیکي:

"موږ هیله من یو چې دغه باب د پخلاینې او پرمختګ دی، نه د اوښکو او وینو تویولو یو بل تاریخ، موږ ټینګار کوو داسې پرېکړې وکړئ چې تاسې له جګړې او فساده لرې وساتي او د امن او سوکالۍ پر لور مو بوځي".

دا چې د سولې د بین الافغاني خبرو نورې غونډې به کله کېږي د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم رسنیو ته وویل، چې په دې اړه لا تر اوسه کره نېټه نه ده ټاکل شوې خو وایي امکان لري ژر نورې غونډې هم وشي.

د افغان حکومت او د مذاکراتو د حکومتي پلاوي ټینګار دا دی چې د خبرو په پیل کې په افغانستان کې پر دایمي ډزندۍ خبرې وشي او د امن په فضا کې خبرې پر مخ لاړې شي، طالبان هم وایي چې ډزبندي به یې د خبرو یوه ایجنډه وي.

XS
SM
MD
LG