لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پنجاب حکومت وایي د جنسي تېري ملزمان به زر ونیسي، د پېښې په ضد ټول پاکستان کې احتجاجونه


واشنګټن ـــ د پنجاب حکومت او پولیسو دعوه کړې ده چې لاهور ښار ته نیزدې په موټروې سړک پر یوه ښځه د جنسي تېري په تور یې دوه مشکوک کسان په نخښه کړي دي چې وایي ژر به ونیول شي، بل لور ته د دې پېښې په ضد په لویو ښارونو کې احتجاجي مظاهرې شوې دي.

په اسلام اباد، لاهور، ملتان، پېښور، کراچۍ او کوټه کې د دې پېښې په ضد په سترو احتجاجي مظاهرو کې شریکو ښځو او نجونو د تحریک انصاف پر حکومت نیوکې وکړې، چې وایي "د مدینه ریاست دعوه کوونکی حکومت په هېواد کې د ښځو په ژغورلو کې ناکامه دی".

د پنجاب وزیراعلی عثمان بزدار د پنجاب د پولیسو له مشر سره د شنبې- خالي په ماځیګر په ګډه خبري غونډه کې وویل، چې دغه دواړه کسان تر دې وړاندې هم په جنسي تېریو تورن دي او څو واره نیول شوي هم دي خو وایي عدالتونو په ضمانت خوشي کړي وو:

"موږ تر 72 په کمو ګنټو کې د دې قابل شو چې د دې ناترسه پېښې تر اصل ملزمانو ورسېږو، زه تاسې ته باور درکوم کومو ځناورو چې دا کار کړی ډېر زر به د قانون منګولو ته ورسېږي".

د پنجاب حکومت د دغو نورنو کسانو پر سر د پینځویشت- پینځویشت لکه روپیو انعام هم اعلان کړی دی او د مرکزي ملزم نوم عابد علي ښوول شوی چې په رسنیو کې یې عکسونه هم خپاره شوي دي. وزیراعلی عثمان بزدار وایي د دوی په ضد به ضرور قانوني ګامونه اخیستل کېږي.

د پنجاب د پولیسو مشر انعام غني رسنیو ته وویل، چې د پېښې مرکزي ملزم عابد علي د پنجاب د ضلع بهاولنګر د پورټ عباس تحصیل او دویم د پنجاب د سیالکوټ اوسېدونکی دی، چې وایي دواړه یې د ډي این اې معایناتو په وسیله پېژندلي دي.

د دې پیښې په ضد د شنبې- خالي په ورځ د پاکستان په لویو ښارونو کې لویې احتجاجي مظاهرې هم شوې دي چې اکثریت ګډون کوونکې یې ښځې وې. مظاهرچیانو د ملزمانو له نیولو سره سره پر ښځو جنسي تېري کوونکو ملزمانو ته د سختو سزاګانو او په دې د عمل غوښتنه هم کړې ده.

په پېښه کې ګڼ شمېر ښځو د احتجاج په مهال پر ښځو د جنسي تېریو په ضد نعرې وهلې او پر شعارپاڼو یې د دې د مخنیوي غوښتنې لیکل شوې وې. په یوه شعارپاڼه لیکل شوي وو، چې "دا پاکستان دی که رېپستان". په احتجاج کې شریکې یوې سیاسي فعالې فراح خان وي او اې ډیوه ته وویل:

"زموږ غوښتنه دا ده چې دغه ملزمان دي‌ نه یواځې ونیول شي بلکې ښکاره دې پانسي ورکړل شي چې خلک عبرت ځنې واخلي".

په اسلام اباد کې هم د عورت مارچ په نامه ښځو اجتجاج کوونکو په ملک کې د ښځو په ضد د تشدد ختمولو، په دې اړه د قانون سازۍ او د جنسي زیاتۍ او پر نرښځیانو تشدد کوونکو ته د سختو سزاګانو غوښتنه وکړه. مظاهره کوونکو د ښځو لپاره د ولسي ځایونو د خونديتوب تر څنګ په تعلیمي نصاب کې د ښځو د حقونو په اړه موادو شاملولو او په قامي بودیجه کې د ښځو د صحت لپاره د برخې زیاتولو غوښتنه هم وکړه.

دا پېښه د ستمبر د اتمې او نهمې نېټې په شپه تقریباً یوه نیمه بجه د پنجاب د ګجرپوره تاڼې په حدودو کې هغه وخت وشوه، چې د ګوجرانواله یوې ښځې پر موټروې سړک له لاهوره ګوجرانواله ته سفر کاوه او د موټر د خرابۍ له کبله پر سړک ولاړه وه چې دوو کسانو د وسلو په زور ور څېرمه پټیو ته بوتله او د خپلو اولادونو په مخ کې یې ورباندې جنسي تېری وکړ.

د غیرسرکاري تنظیمونو د رپوټونو له مخې په پاکستان کې پر ښځو او ماشومانو د جنسي تېري په پېښو کې زیاتوالی روان دی او هر کال په دې ملک کې په زرګونو ښځې د جنسي تېري ښکار کېږي چې وایي زیات شمېر د پنجاب صوبې دی.

د ماشومانو د حقونو لپاره کارکوونکی تنظیم ساحل پخپل تازه رپوټ کې وایي، په پاکستان کې هره ورځ اوسط اته ماشومان له جنسي تېریو سره مخ دي او د دې کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د جنسي تېریو 497 پېښې رپوټ شوې دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG