افغانستان کې دسولې دپاره امریکایي استازی زلمی خلیلزاد وایي په تیرو نولسو کالو کې افغانستان اؤ طالبان دواړه بدل شوي دي اؤ دسولې روانې خبرې د اوږدې جګړې ختمولو دپاره یو تاریخي فرصت دی.
قطر کې د برتانوي خبري شبکې بي بي سي سره خبرو کې زلمی خلیلزاد ویي که چرې دواړه غاړې په اوسنیو خبرو کې یو تړون ته ورسیږي نو په افغانستان کې روانه جګړه به هم پائ ومومي.
هغه ویلي نولس کاله وړاندې طالبانو القاعده سره همکاري درلوده خو اوس افغانستان بدل شوی اؤ طالبان باید هغوئ سره همکاري ونه لري اؤ نه هم ورته دخپل واک لاندې سیمو کې د روزنې اؤ فعالیتونو اجازه ورکړي.
امریکې سږکال دفرورۍ په میاشت کې طالبانو سره په دوحه کې دسولې یو تړون لاسلیک کړی ؤ چې ددغه تړون له مخې به امریکا دافغانستان څخه خپل ځواکونه پړاؤ په پړاؤ وباسي اؤ ددې په بدل کې به طالبان د القاعده اؤ نورو وسله والو ډلو څخه خپله ډله جلا کوي اؤ هغوئ ته به اجازه نه ورکوي چې دافغانستان خاوره دبل چا په ضد وکاروي.
دشبنې د ورځې نه طالبان اؤ دافغانستان نه قطر ته ورغلی پلاوی خپلو کې په بین الافغاني مذاکراتو بوخت دي چې په دغو خبرو کې افغان پلاوي په وړومبۍ ورځ طالبانو نه دبشري اوربند غوښتنه کړې ده خو دطالبانو دقطر دسیاسي دفتر ویاند ویلي وړومبي باید افغانستان کې دجګړې علتونه له منځه یوړل شي.
په افغان چارو ژور نظر لرونکی خبریال ښاغلی طاهر خان وایي دافغانستان نه قطر ته ورغلي پلاوي اؤ نورو اړخونو د اوربند خبره کړې ده خو دطالبانو دسیاسي دفتر مشر ملاعبدالغني برادر پخپلو خبرو کې د اوربند په بابله هیڅ نه دي ویلي.
وي او ای ډیوه سره خبرو کې طاهر خان ویلي چې د خبرو په وړومبۍ ورځ هم افغانستان څخه دبریدونو اؤ جګړو پېښې رپورټ شوي دي که چرې یو لوري ته دسولې خبرې روانې وي اؤ بل لوري ته جګړې دوام وکړي نو ارو مرو به دافغانستان خلک ناهیلي کیږي.
هغه وایي دا بدمرغي ده چې اوس په افغانستان کې کومه جګړه روانه ده هغې کې دواړو لوریو ته افغانان وژل کیږي.
هغه وویل دسولې بین الافغاني خبرو افغانانو ته د سولې یوه هیله وربخښلې ده اؤ ددې هېلې د لاپیاوړتیا دپاره اړینه ده چې دواړه خواوې په دې خبرو کې اوربند ته زیات پام وګرځوي.
هغه وویل که چرې طالبان عمومي اوربند ته نه وي حاضر نو کولی شي چې دڅومیاشتو دپاره دې اوربند اعلان کړي تر څو د سولې داخبرې یوه غوره نتیجه ورکړي.
ښاغلي طاهر خان زیاته کړه “طالبانو چې په تیرو وختونو کې دافغانستان دننه دجګړې عمده علت ښودلو نو هغه دخارجي قواؤ شتون ؤ ، اوس چې خارجیانو سره طالبانو سوله کړې ده اؤ زلمی خلیلزاد پخپله هم مني چې دسولې نه وروسته یو خارجي عسکر هم په جګړه کې نه دی وژل شوی نو په داسې حال کې بیا دافغانانو په ضد جګړه خو هیڅ دلیل نه لري”
طاهر خان وایي دسولې دبین الافغاني خبرو پیل یقناً چې یو ستر پرمختګ دی خو دا پرمختګ اوس باید نور هم ګټور کړل شي اؤ ددې څخه په فرصت اخستلو باید د اوربند زیری افغانانو ته وارول شي.