لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

زلمي خلیلزاد د افغان سولې په لړ کې په رول ترسره کولو د پاکستان مننه کړې


د افغانستان د سولې د خبرو دپاره د امریکا ځانګړي د پاکستان د پوځ د مشر جنرل قمر جاوېد باجوه او نورو لوړ پوړو چارواکو سره ليدلي، او د سولې په خبرو کې په ملاتړ يې د پاکستان مننه کړې ده.

په اسلام اباد کې د امریکا سفارتخانې ویلي، زلمي خليلزاد د ګل/ دوشنبې په ورځ په 14 ستمبر د پاکستاني چارواکو سره ليدلي دي، او نوموړي د افغانستان د سولې د عمل په لړ کې د پاکستان د کردار مننه کړې ده.

خليلزاد د افغانستان د سولې په عمل کې په سهولت کارۍ د امریکا په استازيتوب په ځانګړي ډول د پاکستان د وزيراعظم عمران خان او جنرل باجوه رول ستايلی او د سولې د دې تاريخي فرصت دپاره يې د سيمه ييز او نړيوال ملاتړ ټينګار کړی دی.

د سفارتخانې د بيان ترمخه څنګه چې د امریکا د بهرنيو چارو وزیر مايک پمپيو ويلي،"امریکا به د اوږدې جګړې د ختمولو په لړ کې خپل اتحاديان او همکاران کله هم هېر نه کړي څوک چې زمونږ سره ولاړ دي".

د پاکستان پوځ د دغه ليدنې په اړه ويلي چې په ليدنه کې په دوه اړخيزه ګټو، د سیمې د امنیت او د افغانستان د سولې په روان عمل خبرې اترې شوي دي.

پوځ ويلي راغلي مېلمه (خليلزاد) د سولې په عمل کې د پاکستان رول ستايلی او ويلي يې دي دا کار د پاکستان د اخلاص او غېر مشروط ملاتړ پرته نه شو کاميابېدی.

د پوځ مشر ویلي وزیراعظم ورته په سيمه کې د امن او اړيکو دپاره ښکاره ویلي چې ټول ملي قوتونه دې په ګډه دغه ليد/ وژن عمل ته راولي او په سیمه کې سوله، پرمختګ او خوشحالي راشي.

زلمي خليلزاد د پلاوي سره د پاکستان سفر په داسې حال کې کړی چې په 12م ستمبر په قطر کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ خبرې اترې روانې شوي دي.

د افغانستان د بهرنيو چارو وزير حنيف اتمر په ټویټر د افغانستان د سولې په لړ کې د پاکستان د ملاتړ ستاينه کړې ده.

اتمر ویلي " زه د شاه محمود قرېشي د نظر سره موافق يم، چې سوله ييز او با ثباته به نه يواځې د افغانستان بلکې د سيمې دپاره د پرمختګ او خوشحالۍ نوې موقعې برابرې کړي".

XS
SM
MD
LG