لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دپاکستان پوځي الوتکه دغورځېدو له امله تباه شوې ده


دپاکستان دهوایي ځواکونو یوه الوتکه په پېندۍ سیمه کې غورځېدلې اؤ تباه شوې ده خو پائیلوټ یې دالوتکې غورځېدو نه وړاندې له الوتکې دانګ وهلی اؤ خپل ژوند یې ژغورلی دی.

دنهې په ورځ دپاکستان دهوایي ځواکونو ویاند پخپل یو بیان کې ویلي چې دغه الوتکه د معمول په تربیتي الوت وه چې دپنډي ګهیب سره نزدې یو ناساپه وغورځېدله.

ویاند وایي تر اوسه د الوتکې د غورځېدو علت نه دی معلوم شوی خو وایي چې پائیلوټ یې هم له دغې پېښې روغ رمټ وتلی اؤ په زمکه یې هم څه رقم تاوان نه دی اړولی.

دهوایي ځواکونو ویاند ویلي چې دپېښې د علت معلومولو دپاره دهوایي ځواکونو مرکز د لوړې کچې یوه کمیټه یا بورډ جوړ کړی چې ددې پېښې بیلابیل اړخونه به څېړي.

په دې وروستیو کې دپاکستان دننه دپوځي الوتکو غورځېدلو پېښې سیوا شوي اؤ سږکال په ۱۳م اپریل هم د پوځ یوه لوتکه د تربیتي الوت په مهال دپنجاب په ګجرات سیمه کې لوئېدلې اؤ تباه شوې وه چې پکې ددغه الوتکې دواړه پائیلوټان مړه شوي وؤ.

تر دغه پېښې یوه میاشت وړاندې دجنورۍ په میاشت کې هم په میانوالي سیمه کې پوځی الوتکه غورځېدلې اؤ دوه پائیلوټان پکې مړه شوي وؤ

دکال ۲۰۱۷م دمئ میاشت کې دپنجاب په جهنګ سیمه کې دپاکستان یوه میراج الوتکه اؤ په ۲۵م مښ میانوالي سره نزدې ایف سیون پي الوتکه غورځېدلې وه خو دغو دواړو پېښو کې پائیلوټان خوندي پاتې شوي وؤ.

په ۲۴م نومبر کال ۲۰۱۵م کې د FT-7PG په نوم یوه پوځي الوتکه غورځېدلې وه چې پکې دپاکستان وړومبۍ ښځینه پائیلوټه مریم مختار مړه شوې ده.

ځانګړې ویډیوګانې

خپرونه: سندره او خبره
please wait

No media source currently available

0:00 0:29:33 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG