لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په مومندو کې هلک او جينۍ د غېرت په نوم وژل شوي


د قبایلي ضلعي مومندو پوليس وايي په علاقه کې يو هلک او جينۍ د غېرت په نوم وژل شوي دي.

د ځايي انتظامیې په وېنا دا پېښه تېره شپه د کوز پړانګ غار په علاقه کې شوې ده.

د سيمې د پوليس مشر (ډي اېس پي) دلاور خان وي او ای ډيوه سره په خبرو کې د پېښې پخلی وکړو او د نور څه ويلو نه يې ډډه وکړه.

هغه وويل د پېښې په اړه په جرګه کې ناست دی، ډېر څه نه شي ویلی.

د پېښې نور جزيات مخې ته نه دي راغلي.

ځايي کسانو وي او ای ډیوه ته د نوم نه ښکاره کولو په شرط ويلي، هلک خپلې او جينۍ خپلې کورنۍ وژلې ده.

دوی ويلي په علاقه کې هم داسې کيږي چې هلک خپل خاندان او جينۍ بيا خپل خاندان وژني.

د خېبرپښتونخوا د بېلابيلو علاقو ترڅنګ په قبايلي سيمو او د ملک په بېلابيلو برخو کې وخت په وخت دغه ډول پېښې مخې ته راځي، د غېرت په نوم وژنې کيږي.

په قبايلي ضلعو کې ويل کيږي وړاندې به دغه پېښې کېدی خو کمې به رپورټ کېدلې، خو اوس د قبایلي ضلعو په صوبه کې د ګډېدو سره دا پېښې رپورټ کېدل سېوا شوي دي.

د روانې میاشتې په سر کې په قبايلي ضلع کرمه کې يو تن خپلې دوه ورېرې د غېرت په نوم وژلې وې.

او په دغه ورځ په پېښور کې بله پېښه مخې ته راغلې چې یو تن د خپلې ښځې او درې لوڼو په مخ تېزاب نوستي وو.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG