لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اسلام اباد هايکورټ د نواز شريف د نيولو ناقابل ضمانت امر کړی


د اسلام اباد هايکورټ د العزیزيه په رېفرنس کې د پخواني وزيراعظم نواز شريف خواستونه رد کړي او د هغه د نيولو ناقابل ضمانت وارنټ/ امر يې کړی دی.

راپورونه وايي عدالت د احتساب د قامي ادارې (نېب) په خواست اورېدنه کې د نواز شريف خواستونه رد کړي او د هغه د اشتهاري ګرځولو په اړه یې د کارروايۍ ويلي دي.

د جسټس عامر فاروقي او جسټس محسن اختر کياني دوه ججانو ګډ بنچ د العزيزيه په قضيه کې د نواز شریف عدالت ته د حاضرۍ نه د استثنی او د وکيل د لارې د قضيې مخکې بوتلو په اړه اورېدنه د نهې/ سه شنبې ورځ کړې ده.

په اورېدنه کې د پخواني وزیراعظم نوازشريف وکیل خواجه حارث او د نېب وکیل جهانزېب بروانه خپل دليلونه وړاندې کړي او عدالت بيا په العزيزيه قضيه کې د نواز شريف د حاضرۍ نه د استثنی او وکيل د لارې د قضيې مخکې بوتلو خواستونه رد کړي دي.

عدالت له دې وړاندې پخواني وزیراعظم ته په 15 ستمبر د عدالت په وړاندې د حاضرېدو ويلي ؤ خو د پخواني وزیراعظم لخوا په العزيزيه قضيه کې يادې پرېکړې ته د بيا کتنې ویل شوي ؤ او د راپورونو ترمخه د دغه خواست سره د نواز شریف طبي رپورټ هم ورکړی شوی ؤ.

د وکیلانو لخوا د تفصيلي دليلونو او عدالتي امر وروسته د قضيې د بلې اورېدنې دپاره د ستمبر 22 نېټه ټاکل شوې ده.

په العزيزيه قضيه کې د احتساب عدالت نواز شريف ته د اووه کلونو بند، او لسو کلونو دپاره د کومې ولسي څوکۍ نه ساتلو، د هغه ټول جايداد ضبط کولو او نزدې د پاؤکم څلور اربه روپو جرمانه لګولې وه.

خو د تېر کال اکتوبر په مياشت کې اسلام اباد هايکورټ نواز شريف ته په طبي بنيادونو د اته اوونيو دپاره ضمانت ورکړی او نواز شریف بیا برتانيې ته درملنې له تللی ؤ.

راپورونه وايي د نواز شریف د ناقابل ضمانت نيولو د امر په اړه د پاکستان حکومت په برتانيه کې خپل هايي کمېشن خبروي او هغه بيا نواز شريف ته د عدالت امر ورکوي.

د احتساب عدالت لخوا په ايون فيلډ کې نواز شریف ته لس کاله ، لور مريم نواز ته يې اووه کاله او زوم محمدصفدر ته يې د يو کال بند سزا اورولې وه.

په ستمبر 2018م کې اسلام اباد هايکورټ په ايون فيلډ کې اورول شوې سزاګانې معطل کړې وې.

عدالت په فلېګ شپ قضيه کې هغه بري کړی ؤ.

د نوازشريف پرضد د کال 2017م په اکتوبر کې د العزيزيه، فلېګ شپ او ايون فيلډ په لړ کې قضيې پېل کړی شوې وې.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG