لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پمپيو: د افغانستان سوله به د امریکا د جګړې خرڅ او خطره راکمه کړي


د امريکا د بهرنيو چارو وزیر مايک پمپيو ویلي، د افغانستان د سولې روانه پروسه مشکله ده خو دا به د امریکا د جګړې په برخه کې خرڅ او امريکا ته خطره راکمه کړي.

پمپيو د نهې/ سه شنبې په ورځ په واشنګټن کې دا خبره په داسې حال کې کړې چې په 12م ستمبر په قطر کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ خبرې روانې شوي دي.

د وي او ای د رپورټ ترمخه د اټلانټک ويډيوي غونډې ته په وېنا کې هغه ويلي يوې داسې پايلې ته رسو چې د امریکايانو وينې توېدل به راکم شي او ورسره به د امريکايانو د ټېکس پېسې او امریکا ته خطرې راکمې شي.

پمپيو ويلي، په شل کاله کې په لومړي ځل افغانان يو ځای ناست دي چې په افغانستان کې د سولې دپاره روغه جوړه وشي او هم داسې ښکاري چې نتيجې ته ورسي، دا ښکاره خبره ده چې مونږ د چا سره خبرې کوو، دغه کوم خلک دي او دا کار به څومره ګران وي.

پمپيو ویلي، په افغانستان کې د القاعده د 200 نه کم خلک پاتې دي.

امریکا په افغانستان کې د يوولسم ستمبر د پېښو وروسته د القاعده او نورو ترهګرو پرضد جګړه پېل کړې وه، امریکا وايي القاعده او په سويلي اسيا کې نورو ترهګرو ډلو ته يې ماتې ورکړې ده.

د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې د امریکا او طالبانو ترمنځ د فرورۍ په مياشت کې د سولې د موافقنامې لړۍ ده.

د فرورۍ په مياشت کې په قطر کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې په موافقنامه کې د بنديوانو د خوشي کېدو، اوربند او بېن الافغاني خبرو پېل کولو ويل شوي وو.

خو د بنديوانو د خوشي کولو په عمل کې د ځنډ له امله دا خبرې وروسته شوې وې.

د امریکا او طالبانو ترمنځ تړون لاندې داسې هم ویل شوي ؤ چې طالبان به القاعده او نورو ترهګرو ډلو ته ځای نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د ترهګرۍ دپاره وکاروي.

په ياد تړون کې ويل شوي امریکا به د اپرېل 2021 پورې د افغانستان نه خپل ځواکونه اوباسي.

بل لور ته په قطر کې د افغان حکومتي استازو طالبانو ترمنځ ویل کيږي چې د خبرو عمل روان دی.

د قطر د خبرو د پرانستې په دستوه کې د ګډون دپاره تللي د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله دوه ورځې وروسته په بيرته ستنېدو ویلي ؤ، کامیاب سفر يې کړی دی خو نور جزيات يې نه ؤ شریک کړي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG