لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دپاکستان حکومت سینیټ څخه دترهګرۍ دمخنیوي قانوني مسودې منظورولو کې پاتې راغلو


دپاکستان حکومت برني ایوان یا سینیټ څخه دترهګرۍ دمخنیوي په اړوند دقانوني مسودې په منظورؤلو کې پاتې راغلی اؤ سینیټ هغه قانوني مسوده د رائیو په کثرت سره رد کړې ده چې یوه ورځ دمخه یې حکومت دقامي اسمبلۍ څخه منظوري اخستې وه.

د شورو په ورځ دحکومت له لوري دترهګرۍ دمخنیوي قانون ۲۰۲۰ کې دبدلونونو مسوده سینیټ ته وړاندې کړل شوې ده چې دغلته ددې په پلوۍ ۳۱ اؤ مخالفت کې ۳۴ؤ غړو خپلې رایې ورکړي دي.

تر دې دمخه دنهې په ورځ قامي اسمبلۍ دایف ای ټي ایف اړوند دا قانوني مسوده د رائیو په زیاتوالي سره منظور کړې وه.

دترهګرۍ دمخنیوي قانون کې دبدلون دا مسوده دحکومت دهاغو هڅو برخه ګڼل کیږي چې د مالیاتي ایکشن ټاسک فورس دبندیزونو نه دبچ کیدو دپاره یې کوي.

دبدلونونو دې قانوني مسوده کې حکومت غواړي په هره دوسیه کې باید په پلټنو مامور افسر سره دا واک وي چې د عدالت په اجازه تر دوؤ میاشتو د ځېنو تیکنیکونو په کارولو سره دترهګرۍ دمقصدونو دپاره کارول شوې پیسې معلومې کړي.

په دې ټیکنیکونو کې پټ عملیات،دمخابراتي اړېکو معلومول اؤ دکمپیوټر دنظام ارزؤنه کول شامل دي.

مسوده کې راغلي چې که په دوؤ میاشتو کې په پلټنو مامور افسر دا هرڅه معلوم نکړي نو په دې موده کې د دوؤ میاشتو دنورې پراخه دپاره هم محکمې نه اجازه اخستی شي.

دایف ای ټي ایف په اړوند دقانون سازۍ په غرض د پاکستان دسینیټ اؤ قامي اسمبلۍ ګډه غونډه نن رابلل شوې ده اؤ پاکستاني رسنۍ وایي چې اوس به حکومت دا قانوني مسوده د پارلیمان دګډې غونډې نه منظوروي.

پاکستان دا مهال ایف ای ټي ایف په خړ فهرست کې شامل دی اؤ څېړونکي وایي چې که دې هیواد دناقانونه پیسو دلیږد اؤ دترهګرو دمالي سرچینو د وچولو په اړوند رغنده ګامونه وانه خستل نو دپاکستان نوم به تور فهرست ته ورګډ کړل شي چې له هغې وروسته به پرې بندیزونه ولګي.

د کال ۲۰۱۸م د جون میاشتې راهیسې، پاکستان د اېف ای ټي اېف او آسیا - پیسفک ډلې (ای پي جي) سره د پیسو مینځلو پر ضد او د ترهګرۍ تمویل مخنیوي رژیم پیاوړي کولو او د هغې سټراټیجیکی او د وسله والو د مالي سرچینو تړلو لپاره د لوړې کچې سیاسي ژمنې کړي دي.

اېف ای ټي اېف ویلي که څه هم پاکستان د مني لانډرنګ او ترهګرۍ لپاره کارېدونکو پېسو د مخنيوي په لړ کې ځېني گامونه پورته کړي خو زیاتوي چې " پاکستان باید د خپل سټراټیژیک نیمګرتیاو د لارې کولو لپاره د خپل عمل پلان باندې کار وکړي "

پاکستان دعوه کوي چې د ترهګرو دمالي سرچینو د تړلو اؤ دناقانونه پیسو دلیږد مخنیوي دپاره یې یو شمیر عملي ګامونه اخستي چې پکې په تندروه ډلو د بندیز اؤ دهغوئ دپنګو کنګل کولو ګامونه هم شامل دي.

خو نړیواله اداره وایي چې د ناقانونه پیسو د مخنیوي اؤ د ترهګرو د مالي سرچینو وچولو لپاره به پاکستان ته نور ګامونه هم اخستل وي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG