لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان:یو شوارزو کې ۱۰کسان په کرونا وایرس مړه شوي


دافغانستان د عامي روغتیا وزارت وایي په دغه هیواد کې دتیر یو شواروز په مهال د کرونا وایرس ۴۰مثبت پېښې ثبت شوي اؤ ۱۰کسان په دې وایرس نور مړه شوي دي.

دچهارشنبې په ورځ دافغانستان دعامې روغتیا وزارت لخوا رسنیو ته د ورکړل شوؤ معلوماتو له مخې تر اوسه دافغانستان په بیلابیلو سیمو کې د کرونا وایرس د رامخته شوؤ پېښو شمیره ۳۸زره اؤ ۸۵۵ته رسیدلې ده.

وزارت وایي له دې وایرس څخه ۳۲ زره او ۵۰۳ ناروغان بیرته جوړ شوي اؤ اؤس مهال یوازې ۴۹۱۶ کسان په کرونا وایرس اخته دي.

ددې ترڅنګ ۱۴۳۶ کسان دافغانستان بیلابیلو سیمو کې د کرونا وایرس له امله مړه شوي هم دي.

په نړۍ کې د کورنا دناروغانو شمیر ۲۹اعشاریه شپږ میلیونه دی چې له دې جملې څخه ۲۰ میلیونه اعشاریه،یو بیرته روغ شوي دي اؤ ۹۳۶زره کسان په دې وایرس مړه شوي هم دي.

نړیوالې رسنۍ وایي یوازې پرون یوازې په یوه ورځ کې دامریکا اؤ هند دننه په کرونا وایرس اخته تر ۱۰۰۰ؤ زیات ناروغان مړه شوي دي.

د امریکې او هندوستان نه وروسته برازیل د نړۍ په دریمه کچه زیات د کرونا وایرس کېسونه لري چې تعداد یې د جانز هاپکنز یونیورسټۍ ترمخه ۴۲۳۸۴۴۶ دی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG