لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

څېړونکي: د قطر له خبرو سره خطر تړلی چې سیمه ییز هېوادونه پر افغانستان خپل پلانونه مسلط کړي


واشنګټن ــــ د امریکې په پایتخت واشنګټن کې د منځني ختیځ انسټیټوټ په آنلاین غونډه کې افغانو او بهرنیو څېړونکو په قطر کې د بین الافغان خبرو په ترڅ کې په افغانستان کې د جمهوري نظام د مستقبل په اړه اندېښنې څرګندې کړې او ځینو یې ویلي چې کېدای شي د سیمې هېوادونه هم د دغو خبرو له لارې پر افغانستان خپل پلانونه مسلط کړي.

د چارشنبې- شورو په ورځ په دې بحث کې د افغانستان د کورنیو چارو پخواني وزیر او په جرمني کې د افغانستان پخواني سفیر علي احمد جلالي وویل، تر څو چې امریکا د سولې د بهیر مشري کوي سیمه ییز هېوادونه به یې مرسته وکړي:

"په سیمه کې نور [هېوادونه] دي چې هغوی به هڅه کوي خپل د [افغان] سولې بهیر پیل کړي، روس هم تیار دی چې که د امریکې په ملاتړ د سولې بهیر ناکامه شي نو خپله به د خبرو لړۍ پیل کړي، بل لور ته ایران او هند هم په دې کې مداخله کولای شي".

په غونډه کې د افغانستان د رسنیو د یوې کمپنۍ موبي ګروپ‌ مشر سعد محسني د واک د شراکت پر سر د جوړېدو د امکان په اړه وویل "که داسې ونه شي نو زما په نظر موږ به د یوې بشپړې کورنۍ جګړې شاهدان شو". ښاغلي محسني زیاته کړه:

"د نړیوالې ټولنې خصوصاً د امریکې لپاره دا مهمه ده چې [د سولې په خبرو کې] مصروفه پاته شي ځکه چې دوی هم له دواړو افغان لورو سره پوهېدای شي او هم په سیمه کې پر نورو فشار اچولای شي، سیمه ییز اتفاق ډېر ضروري دی".

سیاسي فعالې او د افغانستان د تجارت وزارت پخوانۍ مرستیالې مقدسه یورش وویل، ډېر افغانان په قطر کې د روانو خبرو په اړه نه پوهېږي چې څه نتایج به ولري خو وایي که دا خبرې ناکامه شي په افغانستان کې روانه جګړه به نوره هم تېزه شي. نوموړې د دې پوښتنې په جواب کې چې که طالبان د افغانستان په حکومت کې برخه وغواړي وویل:

"زه فکر نه کوم چې طالبان د واک د وېش پر سره خبرې کوي، ځکه د کومې نظریې لپاره چې دوی جنګېږي هغه د واک د شراکت لپاره نه ده بلکې د واک تر لاسه کولو لپاره ده، ځکه چې دوی په دې نظر دي چې امریکې ته یې ماته ورکړې او جګړه یې ګټلې ده نو باید هر څه د بون کانفرنس غوندې له سره شي".

په واشنګټن کې د سټرېټیجۍ او نړیوالو مطالعاتو د مرکز یو څېړونکي انتني کورډسمېن وویل، دا ډېره مهمه ده چې افغانان پخپلو د خپلې سولې په اړه خبرو ته اړتیا لري، خو وایي که نړیوال ملاتړ ورسره نه وي هیڅ ډول خبرې یې دوام نه شي کولای:

"که یوه نوې کورنۍ جګړه پیل شي او تاوتریخوالی زیات شي، هیڅ یو څنګلوری هېواد دې ته تیار نه دی چې کډوال ومني او دا به بیا پخپله یوه لویه ستونځه وي. که موږ ووینو چې افغانستان دننه له ناارامۍ او ګډوډۍ سره مخ دی، کېدای شي ګاونډيان یې هم پکې لاسوهنه وکړي".

افغانو او امریکایي څېړونکو دا اندېښنې په داسې حال کې څرګندې کړې دي چې په قطر کې د طالبانو او افغان حکومت تر منځ د ستمبر پر دوولسمه د سولې خبرې پیل شوې دي او دواړو لورو تمه څرګنده کړې ده چې خبرې به یې مثبته نتیجه ورکړي، خو د امریکې د بهرنیو چارو د وزیر مایک پمپېیو غوندې د افغان حکومت مرکچي پلاوي هم ویلې دي چې دا خبرې به پېچلې وي او ډېر وخت به واخلي.

XS
SM
MD
LG