لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکې دافغانستان هوایي ځواک ته نورې عصري جنګي الوتکې وسپارلې


امریکې دافغانستان هوایي پوځ ته د اې ۲۹ سپر ټوکانو په نامه څلور جنګي الوتکې سپارلي دي چې دا الونکې په پراخه کچه د وسلو وړلو توان لري .

دافغانستان ددفاع وزارت سرپرست ښاغلی اسد الله خالد وایي افغانستان ته ددې الوتکو سپارل پخپل ځان کې پیغام لري چې نړیوال ځواکونه به تر هغې دافغان ځواکونو ترشا ولاړ وي ترڅو چې هیواد کې دترهګرو ځالې له مینځه نه وي وړل شوي

په عین حال کې دافغانستان دهوایي ځواکونو مشر جنرال فهیم ویلي چې اوس مهال دهیواد په هر ګوټ کې دجګړې دپاره دافغانستان هوایي ځواکونه چمتو دي اؤ داې ۲۹ الوتکو په مټ د دښمن ستراتیژیک مرکزونه له منځه وړل کیږی.

په کابل کې دامریکا لخوا افغان ځواکونو ته دجنګي الوتکو دسپارل کیدو په مهال راجوړې شوې دستورې ته خپله وینا کې دافغانستان ددفاع وزارت سرپرست قطر کې د روانو بین الافغاني خبرو هرکلی کړی خو سپینه کړې یې ده چې که دطالبانو سره د سولې تړون ترسره هم شي نو دملي اردو ساتلو نه به لاس پسر نه شو.

هغه ویلي افغانستان نه د نیټو د ځواکونو د وتلو خبرې کیږي نو تر اوسه په عملي ډول داسې هیڅ اثار په نظر نه دي راغلي اؤ که چرې ناټو له افغانستان څخه لاړه هم شي نو افغان ځواکونه ددې وړتیا لري چې دخپلې خاورې څخه دفاع وکړي.

راجوړې شوې دستورې ته دافغانستان دهوایي ځواکونو قوماندان جنرال فهیم ویلي داې۲۹الوتکو افغان ځواکونه ته سپارل کیدل یوه لویه بریا ده اؤ دې سره به دافغانستان هوایي ځواکونه نور هم پیاوړي شي.

هغه ویلي هوايي ځواک هغه ډول الوتکې چې په لاس کې یې لري، ورته پیلوټان او انجینران روزل شوي او کولی شي چې نور ځوان کدرونه وروزي.

هغه زیاته کړې په هېواد کې د اې۲۹ الوتکو په مرسته د دښمن ستراتیژيک مرکزونه له منځته وړل کیږي.

دامریکا لخوا افغانستان ته د۲۰ؤ اې ۲۹ سپر ټوکانو الوتکو د ورکولو پرېکړه په کال ۲۰۱۱م کې شوې وه چې څلور الوتکې په کال ۲۰۱۶م هم کې ورکړل شوې وې اؤ تر کال ۲۰۱۸م افغانستان ته د ورکړل شوؤ دغو الوتکو شمیره بیا ۱۳ؤ ته رسیدلې وه خو څلور نورې الوتکې اوس ورکړل شوې.

برتانوي خبري شبکه بي بي سي وایي ددغو الوتکو ۳۰ پائیلوټان هم د امریکا په جارجیا ایالت کې روزل شوي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG