لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکې هوډ کړی چې راتلونکې اوونۍ پر ایران بیا نړیوال بندیزونه پر ځای کوي


واشنګټن ــــ امریکې پر دې خبره ټینګار کړی چې وایي پر ایران به د ستمبر له 19مې یو ځل بیا ټول پخواني "سنېپ بېک" نړیوال بندیزونه ولګوي او تمه کېږي چې دې ته ورته نور اعلانونه به هم په راتلونکي اتوار- یکشنبه او را روانه اوونۍ وکړي.

د امریکې د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپېیو د شورو- چارشنبې په ورځ د برتانیې د بهرنیو چارو له وزیر ډومینیک باب سره په ګډه خبري غونډه کې پر ایران د تازه بندیزونو په اړه وویل:

"موږ به بیرته ملګرو ملتونو ته ستنېږو چې بیرته پر [ایران] بندیزونه ولګوي او په دې توګه به راتلونکې اوونۍ د وسلو بندیزونه دایمي شي".

امریکې په داسې وخت کې پر ایران د ایټمي وسلو د لرلو په خاطر پر ایران د تازه بندیزونو خبره کړې، چې دواړو هېوادونو په تېرو ورځو کې د امریکې د پولیټیکو ویبپاڼې د خبر په اساس- چې وایي ایران پر امریکایي سفیرې د برید پلان لري- یو بل ته سخت ګواښونه کړي‌ وو.

د برتانیې د بهرنیو چارو وزیر ډومینیک باب دا ونه ویل چې هېواد به یې پر ایران نړیوال بندیزونه لګول وغواړي که نه، خو په ټینګار سره یې وویل چې ایران ته هیڅکله باید د ایټمي وسلو تر لاسه کولو اجازه ور نه کړل شي:

"زه فکر کوم موږ دا شریک نظر لرو چې د ایران لپاره سفارتي لارې خلاسې دي چې په دې برخه کې مذاکرات وکړي او سوله ییزه لاره را وباسي او دا پرېکړه د تهران د مشرانو په لاس کې ده".

برتانیې، فرانس او جرمني په تېره اګست میاشت کې ویلي وو، چې دوی پر ایران د بندیزونو په اړه ملګرو ملتونو ته د امریکې د وړاندې شوي قرارداد ملاتړ نه شي کولای ځکه چې وایي دا د ایران د ایټمي وسلو د هڅو له ملاتړ سره برابر عمل نه دی.

د ایران او وینزویلا لپاره د امریکې ځانګړي استازي‌ ایلیټ ابرامز د شورو- چارشنبې په ورځ خبریالانو ته په ټیلیفوني خبرو کې وویل، تر اوسه لا دې ته کتنه کوي چې آیا ریښتیا به هم دغه هېوادونه پر ایران د ملګرو ملتونو بندیزونه له پامه وغورځوي که څنګه. ښاغلی ابرامز وایي:

"اي- 3 [برتانیا، فرانس،‌ جرمني] او نورو یورپي هېوادونو واشنګټن ته ویلي وو، چې دوی نه غواړي‌ پر ایران د وسلو بندیز ختم شي، خو دوی نه شي کولای پر ایران د ملګرو ملتونو د بندیزونو د پر ځای ساتلو لپاره څه اقدام وکړي".

ایلیټ ابرامز وایي پر ایران په "سنېپ بېک" پخوانیو بندیزونو کې ایټمي وسلو ته وده ورکول او تازه فعالیتونه، د بېلسټک توغندیو ازموینې او پرمختګ او له توغندیو سره د تړلې ایټمي ټیکنالوجۍ منتقلول شامل دي.

امریکایي چارواکو خبرداری ورکړی چې که پر ایران بندیزونه ونه لګېږي نو دا به په سیمه کې د نورې ناارامۍ، د شخړو د زیاتېدو او د وسلو د سیالۍ سبب شي، خو امریکا په اګست میاشت کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له لارې پر ایران د بندیزونو په ساتلو کې ناکامه شوه.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG