لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان د لاقانونه ګرځول شوو کسانو پر مالي سرچینو بندیزونه زیات کړي


واشنګټن ــــ مالياتي خدماتو ته په رسایي د نورو بندېزنو لګولو په ترڅ کې د هېواد د مالياتي او کاروباري ادارو د څار ادارې سيکيورټي اېنډ ايکسچېنج کمېش اف پاکستان ټول له بېنک پرته مالياتي ادارو ته امر کړې چې د لا قانونه ګرځول شوو کسانو سره د تړاو لرونکو په هکله دې د خپلو صارفينو د ډېټا جاج واخلي.

د ډان اخبار د خبر ترمخه د مالیاتي او کاروباري ادارو د څار ادارې له بېنک پرته مالياتي ادارو ته دا امر هم کړی چې مشکوک ټرانزېکشن دې ودروي او هغه دې د خزانې د وزارت د مالیاتو د څارنې څانګې ته رپورټ کړي.

د ډان اخبار خبريال قلب علي چې د هېواد په مالي چارو او د لا قانونه ډلو په فعاليتونو نظر ساتي وي او اې ډيوه ته وایي، د لاقانونه ډلو د مالي مرستو مخنیوی که یوې خواته د ایف اې ټي ایف غوښتنه ده خو بلې خواته پاکستان هم غواړي د لاقانونه ډلو مالي سرچینې وتړي:

"لا قانونه مذهبي او قام پرست ازادي غوښتونکې ډلې لکه تحريک طالبان پاکستان او اهل سنت والجماعت اوس هم خپلې هلې ځلې کوي، مدرسې چلېږي خو بيا هم د هغوى د فنډنګ سرچېنې نه دي مالومې او دا کېدای نه شي چې پر چندو په بندیز باوجود خپلې فعالیتونه جاري ساتي".

دا اداره وایي که چېرې ذمه واره اړوند ادارې د دوی د غوښتنو په منلو او د تعمیلي رپوټ په وړاندې کولو کې ناکامه شوې او داسې سرغړونې یې روانې پاتې شوې، نو پر هغوی به تر یو کروړ پورې جرمانې لګول کېږي.

سي اینډ اي سي وایي تر څار لاندې کسانو ته د سیکیورټي بروکرز، انشورنس کمپنۍ او مضاربه فنډ راځي د هغه په هکله به ریډ الرټ جاري کوي او دا امر یې هم کړی پر هغو ادارو دې د خطر نخښه ولګوي چې پکې د مشکوکو کسانو د کار کولو شک دی.

سیکیورټي اینډ‌ ایکسچېنج کمیشن آف پاکستان سږ کال د جنورۍ په میاشت کې د فورت شیډول او د ترهګرۍ د مخنیوي د 1997م کال د قانون له مخې مالي مرستو ته د نامزد شوو کسانو رسایي محدوده کړې وه او دا اوسني هدایات هم په هغه نوملړ کې له نامزد کسانو سره د تړاو لرونکو کسانو په اړه دي.

ایف اې ټي ایف په 2018م کال کې پاکستان د ترهګرۍ د مالي مرستو په مخنیوي کې د ناکامۍ له کبله په خړ فهرست کې اچولی وو او په دې اړه به د پاکستان د کارکردګۍ جاج د اکتوبر په میاشت کې کېدونکې د اېف اې ټي اېف په راتلونکې غونډه کې اخیستل کېږي او په دغه غونډه کې به د پاکستان نوم په تور فهرست کې د اچولو او یا نه اچولو په اړه غوڅه پرېکړه کېږي.

دا هدایات په داسې وخت کې جارى کړل شوي چې پاکستان د ترهګرۍ د مالي مرستو او پیسو د غېرقانوني ترسيل په چارو نظر لرونکي نړیوال سازمان اېف اې ټي اېف په غوښتنه ترهګرو ته د مالي مرستو د درولو لپاره د قانون سازۍ عمل هم د شورو- چارشنبې په ورځ ترسره کړی دی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG