لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ډبلیو اچ او: په اروپا کې کورونا یو ځل بیا په پراخه کچه په خپرېدو ده


واشنګټن – د روغتیا نړیوالې ادارې د زیارت یا پنجشنبې په ورځ خبرداری ورکړ چې کورونا وایرس یو ځل بیا په اروپا کې په زیاته کچه د خپرېدو په حال کې ده او دا باید د اروپا حکومتونو ته د خبرداري یو پیغام وي.

په ډبلیو اچ او کې د اروپايي څانګې مشر ډاکټر هنز کلوج له کوپن هاګن څخه په یو ویډیوي خبري کانفرانس کې وویل،‌ چې د کورونا چټکه خپرېدنه د هغو کسانو ترمنځ وه چې له ۲۵ کلنۍ څخه تر ۴۹ کلنۍ پورې عمر لري.‌

ډبلیو اچ زیاته کړې،‌ په زړو خلکو کې هم کورونا د زیاتېدو په حال کې ده.‌

کلوج وړاندې وویل، د کورونا له زیاتوالي څخه دا جوتېږي چې پراخو ټیسټونو ته اړتیا ده او دا هم څرګندوني چې د خبرداري تر کچې په سیمه کې د خپرېدو په حال کې ده.‌

کلوج اروپايي هېوادونو ته د قرنطین د دورو لنډولو پرضد خبرداری ورکړی او له هغوی یې غوښتي دي، چې د وایرس د خپرېدو د مخنیوي په برخه کې دې یو منطقي او دایمي تګلاره پلې کړي.

هغه زیاته کړه، "دا چې د کورونا وبا به له دې وروسته کومې خواته ځي، دا زمونږ لاسونو پورې اړه لري. مونږ پخوا هم ورسره جګړه کړې ده او اوس یې بیا هم ورسره جګړه کولای شو."

په امریکا کې د ناروغیو د کنټرول او مخنیوي د مرکز لخوا په روانه اونۍ کې د خبرو شویو شمېرو له مخې، د سپین پوستو امریکایانو په پرتله په لږکیو کې له ۲۱ کلنو څخه په وړو کسانو کې په غیرمتناسبه توګه په کوېډ ۱۹ اخته شوي دي.‌

د یادې ادارې لخوا په راپور کې راغلي دي، چې د د فیبرورۍ له ۲۱ څخه د جولای تر ۳۱ پورې ۱۲۱ کسان چې عمرونه یې له ۲۱ کلنۍ څخه کم وو له کورونا څخه مړه شوي دي.‌

له دغې ډلې څخه ۷۵ فیصده یې هسپانویان، تور پورستي او امریکايي هندیان او د السکا اصلي اوسېدونکي دي او دا هغه ډله چې د امریکا د نفوس ۴۱ فیصده جوړوي.

په راپور کې دا هم راغلي دي، چې له مړو شویو کسانو څخه ۷۵ فیصدو یې د نفس تنګي یا استما، چاغي، عصبي، قلبي او یا نورې داسې ناروغۍ درلودلې.

یادې ادارې د شورو یا چهارشنبې په ورځ دا هم وویل، چې د کورونا د واکسین له منل کېدو څخه ژر وروسته په ۲۴ ساعتونو کې به خلکو ته د واکسین ورکولو بهیر پیلېږي او ټولو امریکایانو ته به وړیا ورکول کېږي.

په کورونا وایرس باندې په نړۍ کې د اخته کسانو شمېر له ۳۰ میلینو او د مړو شمېر له نهه نیم لکو څخه زیات شوی دی.‌

په امریکا کې پرې د اخته کسانو شمېر له ۶.۸ میلیونو او د مړو شمېر له دوه لکو څخه اوختی دی.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG