لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په پاکستان کې په فرقه يیزه تاؤ تريخوالي سېوا کېدو په سېنېټ کې بحث شوی


د پاکستان په برني اېوان (سېنېټ) کې بحث شوی چې په ملک کې فرقه ييزه تاؤ تريخوالی سېوا شوی شيعه د عقيدې په بنياد وژل کيږي، او په ملک کې فرقه ييزه کرکه نوره خوريږي.

د پاکستان پيپلز ګوند سره تعلق لرونکې سېنېټرې شېري رحمان په دغه اړه څرګندونې کړي او ويلي يې دي په ملک کې 20 فيصده شیعه دي او په تېره میاشت کې په ملک کې د 20 پوري شيعه د عقيدې په بنياد په هدف کړی شوي دي.

د ډان ورځپاڼې د خبر ترمخه، هغې ویلي لاقانونه ګرځول شوؤ ترهګرو ډلو په لاريونونو کې د شيعه مسلمانانو پرضد د کرکې نعرې وهلي دي، هغې زياته کړې چې دا ډېره حساسه معامله ده پکار ده چې په سمدستي ډول پرې ګام پورته شي.

شېرې رحمان ويلي، دا د جناح پاکستان دی او هغه ویلي چې تاسو دلته ازاد يئ، تاسو خپلو مندرونو، جوماتونو او د عبادت نورو ځایونو ته په ازاده تلی شئ که د هر مذهب، قوم او نسل سره تعلق ساتئ، رياست د دې سره کار نه لري.

د پيپلز ګوند د سېنېټرې د څرګندونو په ځواب کې د جمعيت علما اسلام ف ډلې سېنېټر عبدالغفور حېدري ويلي، د صحابه ؤ په شان کې د سپکاوي د بيانونو په ځواب کې څه ځواب کېدلی شي.

هغه د خفګان څرګندونه کړې چې په عاشوره کې په کراچۍ او اسلام اباد کې په ټيلي ويژن پروګرامونو کې د صحابه ؤ پرضد د کرکې بيانونه چلېدلي خود هغو پرضد هیڅ ګام نه دی پورته کړی شوی.

وروسته د سېنېټ چيئرمېن صادق سنجراني دغه معامله د کورنيو چارو قايمه کمېټۍ ته لېږلې ده.

شېرې رحمان په خپلو خبرو کې دا هم ويلي دا د ترهګرۍ پرضد د قامي تګلارې (نيشنل اېکشن پلان) برخه ده خو په دغه اړه هيڅ نه دي شوي، هغې ویلي بايد ټول په شريکه کښېنو د دې کړکېچ د نور سېوا کېدو نه وړاندې د دې حل لار را اوباسو او حکومت له پکار ده چې د فرقه ييزه تشدد سېوا کېدو نه وړاندې ګام پورته کړي.

په پاکستان کې د بشري حقونو کمېشن هم د روانې میاشتې په پينځمه نېټه يو بيان کې اندېښنه څرګنده کړې وه چې په ملک کې د شيعه ؤ پرضد د مذهب د سپکاوي لاندې مقدمې درج کول کيږي.

د بشري حقونو کمېشن ویلي چې په تېره مياشت کې د 40 پورې داسې مقدمې درج شوې وې.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG