لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

ټرمپ: طالبان سخت، چالاک او توند خویه دي خو معاملات مو ورسره ښه روان دي


واشنګټن ــــ د امریکې ولسمشر ډانلډ ټرمپ په داسې وخت کې چې په قطر کې د سولې بین الافغان خبرې روانې دي، افغان طالبان یې "ډېر سخت او ډېر چالاک" بللي خو وایي له هغوی سره یې د سولې تر تړون وروسته معاملات ډېر ښه روان دي.

صدر ټرمپ د جمعې په ورځ د خپلې هره ورځنۍ خبري غونډې په مهال طالبان په داسې حال کې یاد کړل، چې په منځني ختیځ خصوصاً په شام او عراق کې یې د خپلو پوځونو د شته والي په اړه خبرې کولې، نوموړي وویل:

"دوی [طالبان] ډېر توند خویه دي، خو تاسې پوهېږئ اوس نولس کاله تېر شوي دي که ریښتیا خبره وکړم حتی دوی هم له جګړې ستړي شوي دي".

صدر ټرمپ طالبان په داسې وخت کې "سخت" او "توند" بللي، چې په قطر کې د بین الافغاني خبرو پر شروع کېدو برسېره په افغانستان کې په تېرو څو ورځو کې ګڼې امنیتي پېښې شوې دي چې پکې افغان پوځیانو او طالبانو دواړو ته د مرګ ژوبلې خبرونه ورکړل او افغان ولسمشر غني د شنبې- خالي په ورځ بیا پر طالبانو د ډزبندۍ ږغ کړی دی.

صدر ټرمپ پخپلو خبرو کې وویل چې ځواکونو په افغانستان کې د پولیسو غوندې خدمت تر سره کړ، خو وایي نور باید افغانستان د امنیت ساتلو لپاره خپله د پولیسو ساتلو چارې پر غاړه واخلي:

"که موږ غوښتای هغه څه وکړو چې غواړو یې، موږ به د دوی [طالبانو] په نسبت- چې تر نولس کاله زیات جنګېدلي- تر هغه په ډېر بېل انداز جنګېدلي وای، زموږ پوځیان په سمه توګه ونه جنګېدل، ځکه چې دوی پولیس نه دي پوځیان دي".

ولسمشر ټرمپ وویل چې راتلونکو دوو اوونیو کې به په عراق کې د خپلو ځواکونو شمېر 4,000 او په افغانستان کې به یې تر 4,000 هم را کم کړي، وایي بیا به په دغو هېوادونو کې د خپلو ځواکونو د ساتلو وروستۍ پرېکړه هم وکړي.

افغان حکومت او طالبانو لا د ولسمشر ټرمپ د دغو تازه څرګندونو په غبرګون کې څه نه دي ویلي، خو د افغان ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح دوې اوونۍ وړاندې العربیه ټیلیویژن ته په مرکه کې ویلي وو، بهرنیو ځواکونو ته زارۍ نه کوي چې په افغانستان کې پاته شي.

رایټرز خبري ایجنسۍ وايي صدر ټرمپ چې د نومبر د درېیمې نېټې د ولسمشرۍ ټاکنو ته په دویم ځل امیدوار دی، دې ته لېواله دی چې په افغانستان کې د امریکې د تاریخ د تر ټولو اوږدې جګړې د ختمولو دعوه وکړي.

د امریکې او طالبانو تر منځ د سږ کال په فرورۍ کې په قطر کې د سولې تړون لاسلیک شوی وو، چې د هغه په بنیاد امریکا به په دې شرط له افغانستانه خپل ټول ځواکونه د 2020م کال تر مې میاشتې باسي چې طالبان یې په افغانستان کې بهرنیو وسلوالو ته د ځای نه ورکولو شرط پوره کړي.

ولسمشر ټرمپ د جمعې په ورځ پخپلو خبرو کې وویل، چې له طالبانو سره یې د سولې تر تړون وروسته ډېر ښه بحثونه شوي دي او وایي چې نور غواړي له هغه هېواده ووځي، چې له امریکې اته زره مایله لرې دی.

XS
SM
MD
LG