لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

کېدای شي ډاکټر عبدالله پر سوله او دوه اړخیزو اړیکو د خبرو لپاره د ستمبر په پای کې پاکستان ته سفر وکړي


واشنګټن ــــ پاکستاني رسنۍ د ځینو سرچینو له خوا خبر ورکوي‌ چې کېدای شي د افغانستان د ملي روغې جوړې د عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله د روانې ستمبر میاشتې په وروستۍ اوونۍ کې د افغان سولې بهیر په لړ کې د خبرو لپاره پاکستان ته رسمي سفر وکړي.

سرچینې وایي ټاکل شوې چې عبدالله عبدالله د ستمبر پر 28مه په دوه ورځني سفر اسلام اباد ته لاړ شي، چې وایي دا به د افغانستان د نوي حکومت د یو لوړپوړي چارواکي لومړی سفر وي خو د ډاکټر عبدالله دفتر او افغان حکومت لا په دې اړه څه نه دي ویلي.

که څه هم د پاکستان حکومت هم لا په رسمي توګه د دې سفر اعلان نه دی کړی، خو ایکسپریس ټریبیون انګرېزي ورځپاڼه وایي د پاکستان رسمي سرچینو دا سفر تایید کړی او وایي چې عبدالله عبدالله به د خپل سفر په مهال له وزیراعظم عمران او د پوځ له مشر جنرل قمر جاوید باجوه سره هم ویني.

وزیراعظم عمران خان د اګست په ۲۷مه عبدالله عبدالله ته ټیلیفون کړی وو او هغه ته یې پاکستان ته د ورتګ بلنه ورکړې وه.‌ د عمران خان دفتر په یوه خپاره شوي‌ بیان کې د وزیراعظم له خولې ویلي وو:

"څومره ژر چې کېدای شي پاکستان ته راشئ چې د افغان سولې بهیر د تېزېدو او د دواړو هېوادونو د نیژدې اړیکو جوړولو په اړه خبرې وکړو".

ډاکټر عبدالله به په داسې وخت کې پاکستان ته سفر کوي چې په قطر کې له طالبانو سره د سولې په اړه بین الافغان خبرې پیل شوې دي او پاکستان دعوه کوي چې له امریکا او افغان حکومت سره د سولې په خبرو کې یې مهم کردار تر سره کړی دی.

تر عمران خان مخکې د جولای پر پینځمه نېټه د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قرېشي هم ډاکټر عبدالله ته بلنه ورکړې وه چې پاکستان ته سفر وکړي او ډاکټر عبدالله یې بلنه منلې وه.

شاه محمود قرېشي د ستمبر پر دوولسمه نېټه په قطر کې د بین الافغان خبرو پرانیستونکې غونډې ته په خپله آنلاین وینا کې ویلي‌ وو، پاکستان له هرې ممکنې لارې په افغانستان کې د تشدد د کمولو او پر ښکېلو غاړو د خبرو پیلولو لپاره ټینګار کړی دی:

"موږ د خپلې غاړې ذمه واري پوره کړې ده، دا اوس په افغان مشرانو پورې اړه لري چې له دې تاریخي موقعې ګټه واخلي او د سیاسي حل لپاره په ګډه کار وکړي، یواځې افغانان باید له بهرنۍ لاسوهنې پرته د خپل مستقبل ټاکونکي وي".

افغان ولسمشر اشرف غني د خپل صدارت په تېره دوره کې درې ځله پاکستان ته سفر کړی چې وروستی سفر یې د تېر 2019م کال په جون میاشتې کې وو خو په دویم ځل د صدر په توګه تر ټاکل کېدو وروسته یې دې هېواد ته سفر نه دی کړی.

XS
SM
MD
LG