لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

په امریکا کې په یوه ورځ د کورونا له یو میلین زیات ټېسټونه شوي


واشنګټن - په امریکا کې په یوه ورځ له یو میلیون څخه د زیاتو کسانو د کورونا ټېسټونه شوي چې که څه هم دا په نړۍ کې یو ریکارډ دی خو دغه هېواد اړتیا لري چې د کورونا د کنټرول لپاره روزانه له شپږو څخه تر لسو میلینو ټېسټونه وکړي.‌

په امریکا کې د کورونا د شمېر پروژه وايي، په دغه هېواد کې یواځې د خالي یا شنبې په ورځ ۱۰۶۱۴۱۱ د کورونا ټېستونه شوي دی.‌

دغه نوی ریکاډ وروسته له هاغې رامنځ ته شو چې څو اونۍ دغه بهیر ورو شوی وو.

په امریکا کې د کورونا د پیل راهیسې د کورونا د ټېسټونو د کموالي له امله د وایرس د خپرېدو د مخنیوي چارې له خنډونو سره مخ کړې وې.

ځینې وخت لکه په هیوسټن کې خلک د ساعتونو ساعتونو لپاره د ټېسټونو کولو لپاره د موټرو په کتارونو کې بندې پاتې شوي وو او ځینو یې حتی شپه هم په خپلو موټرو کې کړې وه. په میامي کې هم ورته کتارونه وو.

کله به چې د یو چا د کورونا ټېسټونه کېدل نو هغه به د نتیجې لپاره تر دوو اونیو پورې په تمه وو. ددغه ځنډ له امله د وایرس د نور خپرېدو د مخنیوي چارې ټکنۍ شوې وې.

په مارچ میاشت کې ولسمشر ډانلډ ټرمپ ویلي وو، "هر څوک چې ټېسټ غواړي‌ نو ټېسټ به ترلاسه کړي." دغه هدف لا تر اوسه هم نه دی ترلاسه شوی.‌

د خوړو او درملو ادارې اوس په بیړنۍ توګه په لاړو کې د کورونا د ټېسټونو کولو ته اجازه ورکړې په کوم کې چې د سوابز یا سمپل اخیستلو اړتیا نه وي او له مخکې څخه د تیار شویو توکو کار اخېستل کېږي.

په امریکا کې د ډلیزو یا ګروپي ټېسټونو کولو ته هم اجازه ورکړل شوې چې ورته پولډ ټېسټینګ وايي. په دې لاره له ګڼو کسانو څخه سمپل یا نمونه په یو ځل سره اخېستل کېږي او په دې توګه د ټیسټونو ظرفیت ورسره پراخیږي.

خو دا تګلاره یواځې په هغو سیمو کې کار کوي چې کورونا پکې محدوده وي. د رویټرز په یو تحلیلي مطلب کې راغلي دي، چې د سپټمبر په نیمايي کې د امریکا له ۵۰ څخه په ۲۷ ایالتونو کې د مثبتو ټېسټونو کچه ۵ فیصده لوړه وه او په سوت ډکوټا کې دغه فیصدي ۱۷ ته رسېدله.‌

د روغتیا نړیوالې ادارې له پنځو فیصدو څخه د مثبتو پېښو زیاتوالی د اندېښنې وړ بللی.

دا په داسې حال کې چې په امریکا کې په کورونا د اخته کسانو شمېر له اوه میلینه او د مړو شمېر له ۲۰۴۰۰۰ څخه زیات شوی دی.

له امریکا وروسته د کورونا تر ټولو زیاتې پېښې په هند، برازیل او روسیه کې دي.‌

په هندوستان کې په کورونا باندې اخته شوي کسان له ۵.۴ میلینو او مړه شوي ۸۷۰۰۰ څخه زیات شوی.

په برازیل کې پرې اخته کسان ۴.۵ میلینه او مړي له ۱۳۶۰۰۰ څخه اوختي دي او په روسیه کې پرې ۱.۱ کسان اخته او نېږدې ۲۰۰۰۰ مړه شوي دي.

په ټوله نړۍ کې بیا په کورونا باندې د اخته کسانو شمېر له ۳۱.۲ میلینه او د مړو شمېر له ۹۶۵۰۰۰ څخه زیات شوی دی.‌

XS
SM
MD
LG