لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ولسمشر غني ملګرو ملتونو ته: په افغانستان کې د پرمختګ لپاره باید ډزبندي وشي


واشنګټن ــــ د قطر په پایتخت دوحه کې د بین الافغاني خبرو نن لس ورځې پوره کېږي خو په افغانستان کې د طالبان او افغان ځواکونو تر منځ په وروستیو ورځو کې جګړه نوره هم تېزه شوې چې ولسمشر غني یې د ډزبندۍ غوښتنه کړې ده.

ولسمشر غني د ګل- دوشنبې په ماښام د ملګرو ملتونو 75مې عمومي غونډې ته پخپله آنلاین وینا کې وویل، دا چې افغانستان د ترهګرۍ په ګډون له ګڼو ستونځو سره مخ دی نو په بیړنۍ توګه ډزبندۍ او د تشدد کموالي ته اړتیا لري. اشرف غني وویل:

"که څه هم موږ له ګڼو ناورینونو سره مخ یو، خو څه چې موږ ته ښکاره او بیړنی لومړیتوب لري هغه ډزبندي او د تشدد کموالی دی چې کولای شي تر هر څه وړاندې موږ ته د پرمختګ موقع په لاس راکړي".

د افغان سولې لپاره د امریکې ځانګړي استازي په افغانستان کې د ښکېلو غاړو تر منځ د تشدد د پېښو پر زیاتوالي اندېښنه څرګنده کړې ده.

زلمي خلیلزاد پر ټویټر پخپلو وروستیو څرګندونو کې ویلي، اوس چې د سولې مذاکرات پیل شوي نو پکار دی ټولې خواوې په تاوتریخوالي کې د پام وړ کمی راولي. خلیلزاد پخپل یوه ټویټ کې لیکلي:

"په تېرو څو ورځو کې په افغانستان کې تاوتریخوالی په څرګند ډول ډیر شوی دی، دغه شدت د خپګان وړ دی ځکه د ګڼو ملکي خلکو په ګډون د افغانانو ژوند اخلي".

ولسمشر اشرف غني د ګل- دوشنبې په ورځ په کابل کې د سولې د نړیوالې ورځې په اړه غونډې ته هم په ټینګار د ډزبندۍ غوښتنه وکړه:

"دلته موږ یو تیږې (ډزبندۍ) ته ضرورت لرو چې یو بل ومنو او دا ضرور ده، د افغانستان په معاصر تاریخ کې موږ یو بل وژلي دي خو سبا باید د وروڼو او خویندو په حیث یو بل ومنو، دا اراده غواړي او زه په دې لوی ولس کې دا اراده وینم، دوه کاله مخکې موږ پخپله خوښه اوربند وکړ، اوس طالبانو ته وایم چې مه ډارېږئ سیاسي لاره د حل لاره ده".

طالبانو لا د ولسمشر اشرف غني له خوا د ډزبندۍ وروستۍ غوښتنې ته څه جواب نه دی ویلی، خو د طالبانو ویاند ډاکټر محمد نعیم په وروستیو کې رسنیو ته ویلي وو، چې ډزبندي د بین الافغاني مذاکراتو یوه موضوع ده چې خبرې به ورباندې کېږي. د طالبان ویاند ازادي رېډیو ته ویلي چې دوی تر پخوا تاوتریخوالی کم کړی دی.

د افغان حکومت د رپوټونو له مخې په تېره یوه اوونۍ کې د افغانستان د افغانستان په دیارلسو ولایتونو کې تر 80 زیات افغان پوځیان او پولیس وژل شوي او لسګونه نور ټپیان شوي دي، همدارنګه د افغان ځواکونو په بریدونو کې ګڼ شمېر طالبان هم وژل شوي خو کره شمېر یې نه دی ورکړل شوی.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG