لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د عاصم سليم باجوه د کورنۍ د شتمنيو په مالوماتو ورکولو ادارې د اته کارکوونکو نه سپيناوی غوښتی


د پاکستان د مالياتي او کاروباري ادارو د څار ادارې ( پاکستان سيکيورټي اېنډ اېکسچېنج/ اېس اي سي پي) د (ر) لفټننټ جنرل عاصم سليم باجوه د کورنۍ د شتمنيو د مالوماتو ښکاره کولو په تور د خپلو اته کار کوؤنکو نه سپيناوی غوښتی او دوؤ ته یې خبرد اری ورکړی دی.

عاصم سليم باجوه د وزیراعظم د اطلاعاتو ځانګړی سلاکار او د پاکستان چين اقتصادي پروژې (سي پېک اتهارټي) مشر دی.

د اګست په 27م يو پاکستاني خبريال احمد نوراني په فېکټ فوکس نومې پاڼه په خپل راپور کې دعوه کړه وه چې باجوه او کورنۍ يې د امريکا په شمول په يو شمېر نورو هيوادونو کى د اربونو روپو ملکيت جايدادونه او سرمایه کاري لري.

باجوه دغه رپورټ رد کړی او د خپلې کورنۍ پرضد يې پروپېګنډه بللې وه .

د اېس اي سي پي څخه د مالوماتو ښکاره کولو په اړه معامله د کابينې په غونډه کې راپورته شوې او وروسته د ادارې مشر د وزیراعظم عمران خان سره ليدلي او هغه ته يې ویلي چې د معاملې پلټنې پېل کړی شوي دي.

د عاصم باجوه د کورنۍ په اړه د شتمنیو په اړه د احمد نوراني د راپور مخې ته راتلو وروسته د اېس اي سي پي يو افسر او پخوانی خبريال ساجد ګوندل هم د اسلام اباد څخه بې درکه شوی ؤ.

خو د ګوندل ښځې ویلي هغه دغه اوازې ردوي چې د هغې د خاوند بې درکي د يو ياد شخصيت په اړه د اسنادو ښکاره کولو سره تړل کيږي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG