لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

جېمز ډابینز: طالبان ځکه ډزبندي نه کوي چې په مذاکراتو کې یواځینۍ وسیله یې تشدد دی


واشنګټن ــــ د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکې پخوانی ځانګړی استازی جېمز ډابینز وایي که امریکایي ځواکونه له طالبانو سره د سولې تر تړون مخکې له افغانستانه ووځي، جګړه به دوام وکړي او دا به کورنیو جګړو ته لار هواره کړي.

ښاغلي جېمز ډابینز د شورو- چارشنبې په ورځ له وي او اې ډیوه سره په ځانګړو خبرو کې د دې پوښتنې په ځواب کې چې طالبان له افغان حکومت سره پر خبرو پیلولو باوجود ولې ډزبندي نه کوي، وویل:

"د سولې په خبرو کې له طالبانو سره یواځینۍ حربه [په افغانستان کې] تشدد دی، که دوی تشدد بند کړي نو بیا له دوی سره مذاکراتو ته هیڅ‌ اړتیا نه شته".

جېمز ډابینز وایي که له طالبانو سره د سولې د خبرو په نتیجه کې کوم تړون وشي او امریکا د دې تړون تر عملي کېدو مخکې له افغانستانه ووځي نو بیا به دا تړون بېخي عملي نه شي.

د دې پوښتنې په جواب کې چې که امریکایي ځواکونه له افغانستانه ووځي اغېز به یې پر دې هېواد او پر ګاونډیو جنګ ځپلیو قبایلي سیمو څه وي، ښاغلي جېمز ډابینز وویل:

"زه فکر کوم که امریکا تر وخت مخکې له افغانستانه وځي چې سوله لا نه وي پر ځای شوې، نو جګړه به روانه وي او د 1990 د لسیزې په اندازه به د کورنۍ جګړې په شکل پسې خپرېږي، چې زما په نظر دا به پر پاکستان هم منفي اغېز ولري".

طالبانو د بین الافغان خبرو تر پیلېدو وروسته له رسنیو سره په ټینګار سره ویلي، چې د سولې تر تړون وروسته غواړي په افغانستان کې "اسلامي نظام" راولي. دا چې طالبان سوله غواړي که نه جېمز ډابینز وایي:

"طالبان په ځینو شرایطو په سوله کې دلچسپي لري او هغه شرط دا دی چې طالبان باید په افغانستان کې د پام وړ اثر رسوخ او نفوذ ولري".

ډېر کسان فکر کوي چې د سولې په خبرو کې پاکستان د طالبانو ملاتړ کوي او وایي چې دا د اسلام اباد پراکسي رول ته نور هم تقویت ورکوي. ښاغلي جېمز ډابینز د دې پوښتې په جواب کې وویل:

"که په افغانستان کې د سولې لوظنامه وشي نو بیا به یقیناً د پاکستان رول ډېر مهم شي".

ښاغلی جېمز ډابینز وایي که چېرې د امریکې د ډیموکرېټ ګوند امیدوار جوبایډن په راتلونکو ټاکنو کې صدر وټاکل شي، د افغانستان په اړه د امریکې په پالیسۍ کې به بدلون راشي ځکه چې وایي هغه ذکر کړی په افغانستان کې به ډېر لږ امریکایي ځواکونه پرېږدي.

XS
SM
MD
LG