لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

ارزګان: د طالبانو په بريد کې 28 پولیس وژل شوي


د افغانستان په جنوبي صوبه/ ولايت ارزګان کې طالبانو په امنيتي پوستو بریدونه کړي چې پکې د چارواکو په وېنا 28 پوليس وژل شوي دي.

د اېسوسي اېټډ پرېس ترمخه د صوبې د ګورنر وياند زړګي عبادي د پېښې پخلی کړی دی چې طالبانو تېره شپه ناوخته په پوستو بريد کړی دی.

د عبادي په وېنا په بريدونو کې 28 سرتيري وژل شوي خو ويلي يې دي دا هغه سرتيري دي چې دوی اول طالبانو ته تسليم شوي او بيا يې وژلي دي.

د طالبانو وياند قاري محمد يوسف احمد د پېښې زمه واري منلې او دعوه يې کړې په پوليس وروسته له هغې بريد شوی چې دوی د تسليمېدو نه انکار کړی دی.

په افغانستان کې په وروستيو کې د تشدد پېښې نورې سېوا شوي او دا په داسې حال کې چې په قطر کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ خبرې روانې دي.

افغان ولسمشر اشرف غني د ګل- دوشنبې په ماښام د ملګرو ملتونو 75مې عمومي غونډې ته پخپله آنلاین وینا کې وویل، دا چې افغانستان د ترهګرۍ په ګډون له ګڼو ستونځو سره مخ دی نو په بیړنۍ توګه ډزبندۍ او د تشدد کموالي ته اړتیا لري. اشرف غني وویل:

"که څه هم موږ له ګڼو ناورینونو سره مخ یو، خو څه چې موږ ته ښکاره او بیړنی لومړیتوب لري هغه ډزبندي او د تشدد کموالی دی چې کولای شي تر هر څه وړاندې موږ ته د پرمختګ موقع په لاس راکړي".

XS
SM
MD
LG