لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

په خېبرپښتونخوا کې په ماشومانو د جنسي تيريو د پېښو سېوا کېدو علتونه څه دي؟ د پوهانو نظر


په داسې حال کې چې په وروستيو کې په پاکستان کې په کم عمره ماشومومانو د جنسي تيريو د پېښو سېوا کېدل مخې ته راځي، قانوني پوهان او فعال وايي د داسې پېښو پرله پسې مخې ته راتلل قانون په پوره توګه نه عملي کول او پکار ده چې ټولنه او مذهبي خلک د دې ناوړه پېښو د مخنيوي په لړ کې رول ولوبوي.

د خېبرپښتونخوا په مانسهره ضلع کې د يوې کم عمرې ماشومې سره د جنسي تيري د پېښې وروسته زده کوونکو احتجاجي مظاهره کړې او د انصاف غوښتنه يې کوله.

د پوليس په وېنا د يوې څلور کلنې ماشومې سره په مبينه توګه جنسي تيری شوی او په دغه تور د مدرسې يو استاز نيول شوی او نن هغه عدالت ته وړاندې کړی شوی او پوليس ته يې په درې ورځې ریمانډ سپارلی دی.

دوه ورځې په سوات کې د يو 13 کلن هلک سره د جنسي تيري وروسته د هغه د وژنې او په مردان کې د یوې اووه کلنې ماشومې سره د جنسي تيري پېښې مخې ته راغلې وې.

قانون پوهان او فعال وايي د داسې پېښو پرله پسې مخې ته راتلو په علتونو کې د خلکو بې حسي او بيا د پوليس لخوا پلټني سمې نه کېدل او په دغه لړ کې جوړ قوانين پوره په عمل کې نه راوستل شامل دي.

د خېبرپښتونخوا د پوليس پخوانی لوړ پوړی افسر رحمت خان مسيد وايي، په اصل کې دا د پو لیس نااهلي ده د پولیس په نظام کې د پلټنو نظام کمزوری دی او بل دا چې پلټنې په سمې طريقې نه کيږي بل ځينې افسران په اخلاص سره خپله ډيوټي نه کوي ځکه داسې قضيې سر ته ونه رسي.

وي اوای ډيوه سره په خبرو کې هغه وويل د خېبرپښتونخوا پوليس د نورو صوبو نه ډېر ښه دي خو وايي د خېبرپښتونخوا پوليس د نظام له امله نه بلکې دلته د ځايي رواياتو له امله ښه کار کوي.

خو ورسره نوموړي دا تور هم ولګوؤ چې د دې باجود دلته پولیس د سياست ښکار کيږي او په ډېرو پېښو کې د سياسي مداخلت له امله مقدمې او تفتيش خراب شي.

د ماشومانو د حقونو دپاره کار کوونکې غېر دولتي تنظیم (سي ار اېم) کار کوونکی ارشد محمود وايي پکار ده چې د دغه ناوړه عمل د مخنيوي دپاره د سختو قوانينو په ځای داسې ګامونه پورته کړی شي چې خلک د دې کار نه منع شي.

وي اوای ډيوه سره په خبرو کې هغه وويل قوانين شته خو عملي کيږي نه، سخته سزا پکار ده خو اصل خبره دا مالومول دي چې ولې داسې پېښې کيږي؟.

هغه وويل پکار ده چې په ټولنيزه توګه د دې کار د مخنيوي دپاره ګامونه پورته کړی شي.

ارشد محمود وايي په دې لړ کې زياته زمه واري د مور پلار سره په حجره او جومات راوړي چې خپل رول پکې ولوبوي.

مولانا شوکت علي حقاني وايي د جومات په ممبر يواځې د جنت او دوزخ مسلې بيانول د مذهب اسلام پوره خدمت نه دی بلکې مذهب اسلام په دنيا کې د عزت او اخرت کې د ښه ژوند ضمانت ورکوي.

هغه وويل په دې لړ کې مهراب او ممبر ښه رول ترسره کولی شي چې په ټولنه کې د خلکو د بچو او د هغوی عزت خوندي وساتل شي.

د خېبر پښتونخوا د اطلاعاتو ته د لاسرسي د ادارې د شمېر له مخې په تېر 2019م کال کې په ماشومانو د جنسي تېري 185 پېښې شوې وې چې پکې 135 کم عمره هلکان او 50 ماشومې جينکۍ شامل وې.

په پاکستان کې د ماشومانو د حقونو د ژغورنې د ادارې "ساحل" د شمېر له مخې د روان کال د سر نه د جون تر 30مې پورې په خېبرپښتونخوا کې په ماشومانو د جنسي تېري 90 پېښې رپوټ شوې وې.

XS
SM
MD
LG