لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

نواز شريف د ګوند غړو ته ويلي د پوځ سره دې ليده کاته نه کوي


د پاکستان پخواني وزیراعظم نواز شريف خپل ګوند ته ويلي چې د ګوند غړی يا ډله دې د پوځ د مشرانو يا اړونده استخباراتي ادارو سره ليده کاته نه کوي.

نواز شريف په ټويټر ویلي ؤ، د پاکستان د ائين د تقاضو او په خپله د وسله والو پوځونو د سوګند منلو د وريادولو دپاره دغه کار کوي چې ګوند د پوځ سره د ليدو نه منع کوي.

هغه ويلي که د قامي دفاع او ائيني تقاضو دپاره ضروري وه نو د ګوند د مشرتابه نه به منظوري اخلي او دغه ليدنه به اعلاني وي او پټه به نه ساتل کيږي.

د پاکستان پخواني وزيراعظم او مخالفه ګوند مشر نواز شر يف دغه خبره په داسې حال کې کړې چې په وروستيو کې د مخالفه ګوندونو ټول کانفرنس شوی چې پکې په موجوده حکومت او په سياست کې د پوځ په لاسوهنه نيوکې شوې وې.

د ټول ګونديزې غونډې وروسته بيا د حکومت څو وزیرانو ويلي ؤ چې مخالفه ګوندونو د پوځي مشرتابه سره ليده کاته کړي وو.

او بيا دوه ورځې وړاندې د پاکستان د پوځ ویاند مېجر جنرل بابر افتخار ویلي، د مسلم ليګ ن یو مشر "محمد زبېر دوه ځله د پوځ د مشر سره ليدلي، او په دواړه ليدنو کې يې د نواز شریف او مريم نواز په اړه خبرې اترې شوي دي".

د پوځ وياند (ای ار وايي) ټيلي ويژن سره په خبرو کې وويل، "د محمد زبېر د پوځ د مشر سره يو ځل ليده کاته د اګست په وروستۍ اوونۍ او بل يې بيا په اووم ستمبر شوی چې پکې د ايي اېس ايي مشر هم موجود ؤ او دواړه ملاقاتونه د هغه په خواست شوي دي".

هغه زياته کړه "په دغو ليدنو کې هغه د ميا نواز شريف او مريم نواز په اړه خبرې کړي دي او پوځي مشر هغه ته بيا په ډاګه کړې ده چې د هغو قانوني مسلې دې هغه به د پاکستان په عدالتونو کې حل کيږي او سياسې مسلې په پارلیمان کې، د دغو معاملاتو نه دې پوځ لرې وساتل شي".

پوځي وياند وويل هغه په دغې اړه نور څه ويل نه غواړي.

محمد زبېر چې د مسلم ليګ ن مشر او سيند صوبې ګورنر پاتې شوی نوموړي د (جيو) ټيلي ويژن سره په خبرو کې ويلي هغه د پوځي مشر نه کومه مرسته نه ده غوښتې او د هغه د پوځي مشر سره شخصي اړيکې دي.

هغه وويل هغه کله هم د پوځ نه مرسته نه ده غوښتې او د پوځي مشر سره په ليدنه کې يې هغه ته په ښکاره ویلي چې هغه د کومې مرستې اخستو دپاره نه دی راغلی، يواځې د معيشيت په اړه يې د هغه سره خبرې شوي دي.

په ټولنيزو رسنیو داسې پوښتنې راولاړې شوي چې پوځ دغه خبره ښکاره کړه چې د مسلم ليګ ن د پوځي مشر ليدلي اوس پکار ده چې مسلم ليګ ن هم سپيناوی وکړي.

مریم نواز له جنرل قمر جاوید باجوه سره د سیاسي مشرانو له ملاقاته بې خبري ښودلې ده خو دا یې ویلي دي، نه خو د پوځ مشر ته پکار دي چې سیاسي مشران داسې ملاقاتونو ته ور وغواړي او نه سیاسي مشرانو ته پکار دي چې د سیاسي مسئلو د حل د پاره له پوځ سره ملاقاتونه وکړي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG