لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د کانکور ازموینه کې وړومبی مقام ګټونکې شمسیه دوه کاله مخکې د داعش د برید نه ژوندۍ وتلې وه


د افغانستان د کانکور ازموینو کې د ګرد افغانستان په کچه د وړومبي ګټونکې شمسیه په هکله معلومه شوې ده چې هغه دوه کاله دمخه په موعود ښوونیز مرکز کې د داعش ډلې له برید څخه روغه وتلې وه.

شمسیه د محمد نسیم لور ده چې کابل کې په یوه متوسطه کورنۍ کې زېږېدلې ده اؤ هغه وایي چې پلار یې په سمنګان ولایت کې کانونه کیندي.

دکانکور ازموئنو ملي ادارې د تیرې پنجشنبې په ورځ ناوخته د روان کال د کانکور ازموینو پایلې اعلان کړې وې چې پکې د شمسیه په نوم یوې زدکوونکې په سږني کاکنور کې 353.185 نمرې وړې دي.

سږکال دکانکور ازموئنو کې دافغانستان په کچه دا تر ټولو لوړې نمرې بلل شوې دي او د شمسیه اوس دکابل پوهنتون د طب پوهنځي ته کامیابه شوې ده.

شمسیه وایي دا ددې د مور او پلار برکت ؤ چې د کانکور په ازموینو کې اول نمره راځي

دشمسیه په وینا پلار یې په ځان شپه اؤ ورځ یوه کړې وه ،سخت کارونه یې کول خو دهغې زده کړو دپاره یې پیسې ګټلې اؤ نن هغه ډیره خوشحاله شوې ده چې دپلار ارمان یې پوره شوی دی.

شمسیه وایي،‌ غواړي د انسانانو د خدمت لپاره ډاکټره شي

شمسیه چې دوه کاله وړاندې په موعود ښوونیز مرکز کې د داعش ډلې له برید روغه وتلې وه اؤ له هغې وروسته یې خپلو زده کړو ته دوام ورکړی ؤ.

دافغانستان ولسمشر اشرف غني هم تیره ورځ په دغه ستره بریا شمسیه ته ټیلي فون کړی ؤ اؤ هغې ته یې دمبارکۍ ویلو ترڅنګ هیله ښکاره کړې وه چې دخپل هیواد اؤ ولس په ګټه به راشي.

د لوړو زدکړو وزارت د مالوماتو له مخې دې کانکور ته تر 197743 کسانو نوم لیکنه کړي وه، خو 173432 کسانو پکې برخه اخیستې وه او د دې کانکور ګډونوالو څخه 43875 نارینه او 22220 نجونې دولتي موسسو ته کامیاب شوې دي .

په دې ازموئنو کې تر ټولو ډیرې 353.185 نمرې شمسیه وړې دي

همدا شان د 7164 نجونو په ګډون 15147 کسان نیمه دولتي موسسو ته کامیاب شوي.

د لوړو زدکړو وزارت وايي، د کانکور له ګډونوالو د 31661 نجونو په ګډون 88808 کسان خصوصي دولتي موسسو ته د زدکړو لپاره کامیاب شوي دي.

د ازموینو ملي کمېټې مشر عبدالقدیر خاموش مراسمو کې وویل، چې سږنۍ ازموینه کې نږدې 98 سلنه کسان بریالي شوي دي

چا چې مناسبې نمرې نه دي ترلاسه کړې خصوصي ادارو ته معرفي شوي چې د به تخفیف سره به جذب شي

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG