لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ایچ آر سي پي: پاکستان کې د 49 خبریالانو او سوشل مېډیا فعالانو خلاف مقدمې خطرناک خبر دی


واشنګټن ـــ د پاکستان د بشري حقونو کمېشن وایي د دې هېواد د پلټنو مرکزي اداره ایف ای اې د الیکټرانک جرمونو د مخنیوي د قانون له مخې د 49 خبریالانو او د ټولنیزو رسنیو د فعالینو خلاف مقدمې درج کړې دي خو د بشري حقونو مرکزي وزیرې دا خبره رد کړې ده.

د بشري حقونو کمېشن د پنجشبې- زیارت په ورځ پر ټویټر لیکلي، په دې خبر اندېښمنه ده چې ایف ای اې د 49 خبریالانو او د سوشل مېډیا د فعالینو په ضد د پاکستان الیکټرانک جرمونو د قانون په بنیاد مقدمې درج کوي:

"موږ غوښتنه کوو چې ریاست دې له داسې ګامونو اخیستلو ډډه وکړي او د سیاسي مخالفینو د مخنیوي لپاره دې د ایف ای اې د استعمالېدو مخه ونیسي".

ایف ای اې تر اوسه د دې خبر تصدیق نه دی کړی او نه هم د دغو ټولو خبریالانو او د سوشل مېډیا د فعالانو نومونه مخې ته راغلي دي، خو د پاکستان مشهور خبریال او سیاسي څېړونکي مبشر زیدي پر خپل ټویټر د څو تنو نومونه لیکلي دي:

"په پاکستان کې تر نن تاریخه د خبریالانو او د ټولنیزو رسنیو د فعالانو خلاف تر ټولو غټ کرېک ډاون (ګام) اخیستل شوی. ایف ای اې د 49 خبریالانو او سوشل مېډیا فعالینو خلاف د پیکا په بنیاد مقدمې درج کړې دي چې په هغوی کې عمر چیمه، اعزاز سعید، مرتضی سولنګي او نور شامل دي".

د ایچ آر سي پي تر ټویټ وروسته پر ټولنیزو رسنیو بحث پیل شوی او د ایف ای اې د دې اقدام غندنه کېږي، خو د پاکستان تحریک انصاف حکومت د بشري حقونو مرکزي وزیره شېرین مزاري وایي دا خبر پرېشانه کوونکی وو او کله یې چې معلومات وکړو دا خبر ناسم وو:

"یو غیرحکومتي کس ایف ای اې ته د 12 خبریالانو په ضد شکایتونه لېږلي دي، ایف ای اې دا ټول شکایتونه څېړي خو خو هیڅ‌ ایف ای آر نه دی درج شوی او ایف ای اې د الیکټرانک جرمونو د مخنیوي د قانون په بنیاد له ټاکلې اصولي لارې پرته ایف ای آر نه شي درج کولای".

بل لوري ته د بخښنې نړیوال سازمان یا ایمنېسټي انټرنېشنل هم په پاکستان کې د خبریالانو او د ټولنیزو رسنیو د فعالینو په ضد د ممکنه مقدمو د درج کېدو پر خبر اندېښنه څرګنده کړې ده او په یوه ټویټ کې یې لیکلي:

"د پاکستان الیکټرانک جرمونو د بې رحمه قانون په وسیله د خبریالانو ډارول په دې هېواد کې د اظهار پر ازادۍ یو بل وروستی او ډېر ناوړه برید دی. موږ [له پاکستاني] چارواکو غواړو چې دا مقدمې سمدستي بیرته ختمې کړي".

په دې وروستیو کې د ایف ای اې له خوا د خبریال اسد طور، د الیکټرانک مېډیا د انتظام ادارې (پېمرا) د پخواني مشر ابصار عالم او د خبریال بلال فاروقي په ضد مقدمې درج شوې دي، چې د پاکستان د پوځ او حکومت په ضد بغاوت ته د خلکو د پارولو او د مذهبي کرکو خپرولو تورونه لګېدلی وو.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG