لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په یوکرېن کې یوه پوځي الوتکه لوېدلې چې 26 تنه پکې مړه شوي دي


واشنګټن ــــ په یوکرېن کې د جمعې په ماښام د دې هېواد د پوځي ټرانسپورټ هغه الوتکه الوېدلې چې د هوایي ځواک پوځي زده کوونکي پکې سپاره وو او وایي چې په نتیجه کې یې 26 تنه مړه شوي دي.

د یوکرېن صدر ولادیمیر زلانسکي د شنبې- خالي په ورځ وویل، د الوتکې د لوېدو سبب تر اوسه معلوم نه دی او په دې اړه به په بیړنۍ توګه بې طرفه پلټنې کوي. ښاغلي زلانسکي پر فېسبوک وویل:

"یوکرېن پرون د یوې خونړۍ پېښې په نتیجه کې خپل 26 ارزښتمن بچي وبایلل، زه ټینګار کوم چې د الوتکې لوېدو سببونه دې ژر تر ژره په ګوته کړل شي".

چارواکي وایي دا پېښه د یوکرېن له پایتخت کیف څخه د 400 کیلومیټره په فاصله په ختیځه سیمه خارکیف کې هغه وخت شوې، چې الوتکه د چوهوییف نومي ځای پر هوایي میدان کښته کېدله او هغه وخت اور پرې ولګېد.

د خارکیف سیمې ګورنر اولکسي کوچر وایي، په جهاز کې ټول 27 کسان سپاره وو، چې وایي په هغوی کې اووه تنه د الوتکې عمله وه او 20 تنه نور پوځي زده کوونکي وو، چې وایي یواځې یو زده کوونکی ژوندی پاته شوی دی.

د الوتکې د لوېدو له کبله د شنبې- خالي ورځ په یوکرېن کې توره ورځ اعلان شوې وه.

د خارکیف ګورنر اولکسي وایي پایلټ خبر ورکړی وو چې د الوتکې له دوو انجنو یوې کار پرېیښی دی، خو وایي‌ د یوه تجربه کاره پایلټ لپاره په داسې بیړني حالت کې په خوندي توګه د جهاز کوزول ګران کار نه دی.

یوکرېني چارواکي وایي د انتونوف این- 26 په نامه دغې الوتکې د معمول روزنیز پرواز کاوه او وایي‌ چې پکې سپاره اکثر کسان د خارکیف ښار د هوایي‌ ځواک په پوهنتون کې زده کوونکي (کېډټس) وو، چې تربیه یې روانه وه.

د یوکرېن چارواکي وایي دوی د الوتکې د لوېدو څلور ممکنه علتونه معلوموي، چې آیا د تکنیکي خرابۍ، د عملې د ناسمې کارکردګۍ، د جهاز د کنټرول دفتر د ناسمې کارکردګۍ او که تر پرواز مخکې د نیمګړې کتنې څارنې له کبله لوېدلې ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG